Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لسګونه افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول کېږي

د جرمني د سولې کلي روغتیايي مسوولان د پنج‌شنبې په ورځ د یو شمېر ناروغو ماشومانو د لېدنې په موخه د دوه اووونیو لپاره افغانستان ته راغلي.

د جرمني د سولې کلي یو روغتیايي مسوول وايي، ټاکل شوې دا ځل له سلو کم ناروغ ماشومان جرمني ته ولېږدوي.

د جرمنې د سولې کلي خیریه بنسټ ناروغان د خپلو د شرایطو له مخې د درملنې لپاره غوره کوي.

د جرمني سولې کلي د بنسټ مطبوعاتي مسووله کلودیا وايي: «دا مهمه ده چې ووایم، موږ د هغو ماشومانو درملنه کوو چې د هډوکو عفونت ولري، یا هغه ماشومان چې له زېږون وروسته له ځینو ستونزو لکه د لاس او پښې د حرکت له نشتوالي سره مخ کېږي او یایې شونډه پرې وي. ځيني ماشومان چې اورولوژي ناروغۍ لري، هم انتخابوو، خو ځيني جلا موردونه هم دي چې باید ویې ګورو، لکه د پوستکي زیانمنېدل یا ورته نور څه. دا هغه ناروغۍ دي چې جرمني ته د تګ لپاره یې ناروغ غوره کولای شو، نه قلبي ناروغان، موږ پوهېږو چې ډېر ماشومان د زړه ستونزې لري، خو په جرمني کې دا ظرفیت نه‌لرو چې هغوی له ځانه سره بوځو.»

د جرمني د سولې کلي د بنسټ مسووله برګېټ هېلمټ وايي: «د ناروغانو درملنه په بشپړ ډول توپیر لري او د هغوی د ټپونو په نوعیت پورې اړه لري. ځینې ماشومان په جرمني کې له دوه یا دریو میاشتو درملنې وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي او نور یې له یو نیم تر دوو کلونو پورې په جرمني کې پاتې شوي چې دا په هغه هېواد کې د هغوی د درملنې په ډول پورې تړاو لري.»

حبیب‌الله په دوه کلنۍ کې له چای چوښې سره د لوبو پر مهال د لاس او ټټر په برخه کې سخت سوځېدلی او یو لاس یې لنډ شوی دی. هغه اوس د جرمني د سولې کلي د بنسټ د روغتیايي مسوولانو له لوري جرمني ته د لېږلو لپاره غوره شوی دی.

د حبیب‌الله پلار غلام حیدر وايي: «تېر کال مې زوی درته سرې میاشتې ته راوړ، موږ ته یې وویل چې یو کال وروسته یې باید دلته راوړم، اوس چې یو کال تېر شوی، زوی مې دلته راوړ.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنه کې ۵۰۰ ماشومان راټول شوي او غواړي چې د درملنې لپاره جرمني ته ولاړ شي، خو د جرمني د سولې کلي بنسټ یوازې هغه ماشومان لېږدوي چې له یادو شویو دریو ناورغیو یوه ناروغي ولري.

بل‌خوا د افغاني سره میاشتې ټولنې ویاند وایي، د یو شمېر ماشومانو اسناد به څېړنې او تشخیص لپاره جرمني ته هم ولېږل شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست ویاند عرفان الله شرف‌زوی وايي: «یادو ناروغانو د کتنې سلسله پیل شوې ده چې اووه ورځې به دوام وکړي، په‌دغه موده کې به زرګونه هېوادوال مراجعه کوي او د دوی له منځه به په شرایطو برابر ناروغان انتخابېږي.»

د شمېرو له مخې، د جرمني د سولې کلي بنسټ په ۱۹۸۸ کال کې د خپل فعالیت له پېلېدو راهیسې په جرمني کې د څه باندې څلور زره ناروغو افغان ماشومانو درملنه کړې او بېرته یې خپلې کورنۍ ته راستانه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه