د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دا وزارت په هېواد کې د کبانو د حاصلاتو د ډېرولو لپاره هڅه کوي چې د کبانو د روزنې سکټور پياوړی کړي.
د مسوولانو په وینا، په هیواد کې د کبانو د کورني تولید د کموالي له امله سوداګر د ژمي او پسرلي په موسم کې په ورځ کې تر ۱۲۰ مټرک ټنه کبان له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصاحالدین مستعین وايي: «د کرنې وزارت کوښښ کوي چې او تل یې دا هڅه کړې ده چې د کبانو روزنې سکټور ته وده ورکړي او پهدې برخه کې چې خلک کومې ستونزې لري، هغه ټولې ورته حل کړي.»
ورته مهال، په کابل کې د کبانو پلورونکي او پخوونکي وايي، د تېر کال پرتله یې په سږ ژمي کې بازار ګټور ثابت شوی.
دغه کب پلورونکي زیاتوي، د هېواد د فارمي کبانو د بیې د ټیټوالي له امله یې د پلور کچه لوړه شوې ده.
کب پخوونکی حبیبالله وايي: «زموږ ګران بیه کب ۳۰۰ افغانۍ دی او کراس ورته ویل کېږي، لېشکه یې کمې او غټې دي، خوند او کیفیت یې هم ښه دی. د ۲۵۰ افغانۍ کبان هم لرو، په همدې ترتیب لقه کب په ۲۸۰ افغانۍ پلورو او دا ډول کبان یوازې د ملا تیر لري او لېشکې نهلري.»
کب پلورونکی زیارتګل وايي: «په ورځ کې دوه کارټنه اوومه کبان پلورم، د دې کبانو پلور راته شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ ګټه کوي.»
له دې سره هممهاله د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان له حکومت غوښتنه کوي چې په هېواد کې د کبانو د تولید او فارمونو د ډېرولو لپاره ډېره پانګونه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي: «موږ د پاکستان ډېر مصرفوو، زما وړاندیز دا دی چې په هېواد کې هر څومره ډېر فامونه جوړ شي، په همغه کچه د کار زمینه برابرېږي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کبانو د روزنې شاوخوا ۳ زره فارمونه شته چې په کلني ډول ۱۳ زره ټنه کبان بازار ته وړاندې کوي او لا هم د هېواد اړتیا نهشي پوره کولای.
په دې اړه مو اندونه