Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قمي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی اهمیت لري

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې د ایران په اوسني حکومت کې له افغانستان سره د ایران اړیکې د تېر پرتله دوه برابره شوې دي.

ښاغلي قُمي په ایران کې د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۴مې کلیزې په مناسبت په کابل کې په یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، د دغه هېواد په بهرني سیاست کې افغانستان د تېر پرتله له ډېر اهمیته برخمن دی.

نوموړی ټينګار کوي چې افغانستان د تهران په بهرني سیاست کې له ځانګړي ځای او ډېر اهمیته برخمن دی.

افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قُمي وايي:«افغانستان د ګاونډي، مسلمان، ملګرو او ورور هېواد په توګه د ایران اسلامي جمهوري په بهرني سیاست کې له اهمیت او ډاګیزه ځايګي څخه برخمن دی؛ دغه اهمیت د ښاغلي دکتور رییسي په دولت کې چې د ګاونډيتوب سیاست یې خپل کړی، دوه برابره شوی دی.»

نوموړی زیاتوي، تهران چمتو دی چې، په افغانستان کې د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

قُمي زیاتوي:«ایران چمتووالی لري چې له دغې ترهګرۍ او ذلیلې ډلې سره د مبارزې او د ثبات، امنیت او ارامښت د ټینګښت په منظور د افغانستان د حاکمه پلاوي سره همکاري وکړي.»

له بل لوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه باید په سیمه کې د نړۍوالو ترهګرو د ځپلو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«زموږ امنیتي ځواکونه وینئ چې هره ورځ په دې هکله هغوی شهید ورکوي او قرباني ورکوي چې د ترهګرو ډلو چې هغوی یو ډول ونه یوډول فعال دي مخنیوی وکړي، او په دې برخه کې د ملګرو هېوادونو همکاري، اړ دي چې هغوی هم په دې برخه کې همکاري وکړي.»

ښاغلي ستانکزي یو ځل بیا د اسلامي امارت له سیاسي مخالفینو چې دم‌ګړۍ په ګاونډيو هېوادونو کې دي وغوښتل چې، بېرته خپل هېواد ته راستانه او په ودانولو کې یې برخه واخلي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هم په کابل کې ډيپلوماټیک حضور لري؛ خو لا تر اوسه یې سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرو ډلو په پاکولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه