Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې په زلزله کې د ۱۱۶ وژل شویو افغانانو هویت مشخص شوی

ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي چې دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو ۱۱۶ افغانانو هویت مشخص شوی دی.

د سفارت د مسوولینو په وینا، ښایي په دغه زلزله کې د وژل شویو افغانانو شمېر تر دې هم زیات وي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت مستشار مصدق فقیري وايي:«زموږ یو ډېر شمېر افغانان هم زیانمن شوي، قرباني شوي، شهیدان شوي د هغې نقشې په مطابق چې وینئ یې ډېری قربانیان په اتاي ولایت کې لرو چې ۷۴ تنه تثبیت شوي دي، په ادیامان ولایت کې ۳۴ تنه دي او په مالادیا ولایت کې هم ۸ تنه دي...»

ورته مهال د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه پروګرام کې څه باندې پنځوس زره امریکایي ډالر د ترکیې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه.

بلخوا په فاریاب ولایت کې هم د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستې را ټولولو په پار یو صندوق اېښودل شوی دی. د افغانستان سرې میاشتې هم څلورنیم مېلیونه افغانۍ کابل کې د ترکیې سفارت ته سپارلې دي.

تر دې وړاندې اسلامي امارت هم د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د پنځلس مېلیونه افغانیو د مرستې اعلان کړی و.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وايي:«۵۶۵۰۰ ډالر هغه مبلغ چې ترکیې هېواد ته یې یوه پیغام برابر کړ، د هرات د سوداګرو او ولایتي خونې، د هرات د والي صاحب او د هرات د سوداګرۍ خونې په واسطه نغداً د ترکیې محترمې کونسلګرۍ ته ورکړل شوې.»

د هرات والي نور احمد اسلام جار هم وویل:«د افغانستان عزتمن ملت په ځانګړې توګه د هرات ملت، هر وخت په ترکیه کې او که چېرې زمینه مساعده وي په سوریه کې خپلو وروڼو ته د خدمت لپاره چمتو دي.»

افغانان داسې مهال د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستو اقدام کوي، چې وروستي یوه کال کې د ترکیې حکومت او د دغه هېواد مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د زرګونه ټنه خوراکي، روغتیایي او جامو مرستې کړې دي. د ترکیې هېواد مرستو وروستۍ جوپه دوې اونۍ وړاندې هرات ته را ورسېده.

هرات کې د ترکیې سرکنسول سینان الیخان څرګندوي:«زه د ترکیې د خلکو په استازیتوب له دغو نغدي مرستو چې د افغان او ترک وروڼو ترمنځ د پيوستون یوه بله بېلګه ده، مننه کوم.»

نږدې لس ورځې وړاندې یوې زورورې زلزلې د ترکیې لس ولایتونه او د سوریې یو شمېر سیمې ولړزولې.

د رسمي شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله تر دې دمه دواړو هېوادونو کې ۳۷ زره کسانو ژوند بایللی او لسګونه زره نور ټپیان دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه پروګرام کې څه باندې پنځوس زره امریکایي ډالر د ترکیې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه