Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف د ۲۰۳۳ کال په لومړۍ میاشت کې د سلګونو ماشومانو له مړینې خبر ورکړ

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې په افغانستان کې په جنورۍ میاشت کې د سړې هوا او ناروغیو له امله په سلګونه ماشومان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر ټوېټر لیکلي دي:«د افغانستان سخت ژمي زیانمنونکو سیمو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. راپور ورکړی شوی دی، چې په جنوري میاشت کې سلګونه ماشومان د سړې هوا او ناروغیو له امله مړه شوي دي.»

روشان الله یو دولس کلن بې سرپرسته ماشوم دی چې د میدان وردګو ولایت په یوه روزنتون کې اوسېږي. روشان الله وایي، چې دی او ملګري یې ګرمو جامو او خوړو ته اړتیا لري.

روشان الله وویل:«زموږ په کور کې شپږ تنه دي هوا ‌ډېره سړه ده سونګ توکي نه لرو زموږ خونې ډېرې سړې دي جمپر نه لرو.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په وروستۍ یوې نیمه میاشت کې په هېواد کې ۱۸۰ تنه د سختې سړې هوا او طبیعي پيسو له امله مړه شوي او دېرش تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو د مرکز رییس مولوي عبدالله محمدي څرګندوي:«تراوسه دې هېواد په څلرویشتو ولایتونو کې څه باندې ۱۸۰ تنه مړه شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي او څه باندې ۱۵۰ کورونه په بشپړ توګه ویجاړ شوي او ۸۳ زره څاروي هم له منځه تللي دي.»

بل خوا د ټولنیزو چارو شنونکي وایي، چې حکومت دې په ژمي کې د مړینو د کموالي لپاره په لرې پرتو سیمو کې  خلکو ته د سونګ توکو، درملو او درملنې امکانات برابر کړي.
 
د ټولنیزو چارو شنونکی احمد فایق څرګندوي:«دولت باید کوم کارونه ترسره کړي باید د سون وسایل او په ټیټه بیه امکانات برابر کړي او همدارنګه درمل او د درملنې وسایل او د مسافرت وسایل په وړیا توګه د خلکو لاسرسي ته برابر کړي.»

تر دې وړاندې مرستندویو بنسټونو په تېره بیا یونېسف په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کارکولو پر بندیز نیوکه کړې ده او په دغو بنسټونو کې یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر لغوه کېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه