Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سلواغې د ۲۶مې په لمانځغونډه کې د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو حضور

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې تر بل هر وخت یووالي ته ډېره اړتیا ده او د خلکو هیلې باید پوره شي.

ښاغلي مجاهد د سلواغې په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو په لمانځغونډه کې همدارنګه وویل چې د خلکو مشروع غوښتنو ته باید مثبت ځواب ورکړ شي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وویل:«د افغانستان، رفاه، بیارغونې او مستحکم نظام ته ژمن واوسېږي. او پرې نه ږدي چې بیا افغانستان په ناخوالو او مشکلاتو کې راګیر شي، هېڅکله باید تکبر، غرور او عجب ونه کړو. په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایوو. »

اخوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې له نړۍوالې ټولنې سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۴ کلیزه د اسلامي امارت د ځینو چارواکو په حضور سره په کابل کې ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، نړۍ د افغانستان پرمختګ نشي زغملی او په وینا یې افغانان باید دغه ټکي ته پام وکړي.

نوموړي همداراز له نړۍ سره د کابل ډيپلوماټيکې اړیکې هم مهمې وبللې:«خپل وطن به ساتو؛ خو له دنیا سره مثبتې اړیکې غواړو، اقتصادي اړیکې غواړو، تجارتي اړیکې غواړو، ډيپلوماټيکې اړیکې غواړو، موږ چې په قطر کې له امریکایانو سره مذاکرات کول، په جنګ هم ورسره اخته وو. په همدغه حالت کې مو ورته وویل چې په نظامي یونېفورم کې دې کس نه شم منلی په افغانستان کې؛ خو که د تجارت لپاره راځې او که د سیاست لپاره راځې، راشه لکه د نورې دنیا سره دې چې اړیکې دي، له موږ سره به دې هم همداسې اړیکې وي، اوس هم هماغه اعلان کوو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بیا وویل چې، په هماغه ډول چې د ازادۍ ترلاسه کول مهم دي، په هماغه اندازه یې ساتل هم مهم دي.

نوموړی زیاتوي چې، ټول مسوولان باید د خلکو افکارو ته درناوی ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور زیاتوي:«که وزیر وي، که والي وي، که ولسوال وي، قاضي وي، که امربالمعروف وي، که هر څوک وي د خپل ملت افکارو لحاظ به ساتو د دوی د ذهنیت او د دوی د مشروع غوښتنو ملاتړ به کوو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني هم وویل:«د شوروي او د (کې، جي، بي) او د امریکې غلامان په دې کې داسې خلک په هر صف کې شته، په هره زمانه کې شته او وي به، چې خدای مه کړه، هغه اعمال چې د اسلام دین نه خوښېږي، دوی به ورته په پټه او په څرګنده رابطې کوي.»

د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو کلیزه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې، په هېواد کې د پخواني شوروي په څه باندې ۹ کلن حضور سره نږدې ۲ مېلیونه هېوادوال ووژل شول او زرګونه نور معلول او کډوال شول.

۳۴ کاله مخکې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر شپږوشتمه د شوروي ځواکونه د افغانستان او ازبیکستان تر منځ له پولې واوښتل او په دې سره یې په افغانستان کې خپل څه باندې ۹ کلن حضور ته د پای ټکی کېښود.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې له نړۍوالې ټولنې سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه