Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېټانیا د بهرنیو چارو او پراختیا دفتر د افغانستان وضعیت څېړي

د برېټانیا د پارلمان د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر، به په افغانستان کې د ښځو، نجونو او برېټانیا مرستې وارز وي.

 ویل شوي چې پایلې به یې د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه د دغه هېواد له پارلمان سره شریکې کړي.

دغه بنسټ په یوه راپور کې په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اقتصادي چارو شوونکی سیر قریشي وايي:«په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول مرستو دوام په ځانګړې توګه د برېټانیا د حکومت له لوري کولای شي چې ګتور پرې وځي؛ ځکه افغانستان اوس هم له یوه خراب انساني ناورین سره مخ دی او د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه نفوس د بې وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي.

د کابل ځينې اوسېدونکي بیا وايي، په هېواد کې د بېکارۍ په ډېرېدو سره د ډېریو خلکو ژوند پر بهرنیو مرستو تکیه دی او دوی همداراز له اړوندو مسوولانو غواړي چې، کېدونکې مرستې په رڼه توګه ووېشي.

د کابل اوسېدونکي محمد ذاکر وویل:«ټول خلک مرستو ته اړتیا لري، ځکه ټول خلک پوهېږي، بې وزلي او بې کاره دي بې کسبه دي. په دغه ژمي کې نه د لرګیو د اخیستو وس لري او نه هم د ډبرو سکرو د اخیستو وس لري.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد اسلم هم زیاتوي:«مرستې باید په یو ډول وشي چې سیمې ته راشي او وکیل ونیسي او سروې وکړي، هغه څوک چې مستحقه دی هغه ته یې ورکړي هغه څوک چې مستحقه نه دی، ورنه کړي.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې شویو نغدي مرستو د هېواد د اقتصاد په پراختیا او د افغانۍ د ارزښت د ساتلو په برخو کې مهم رول درلود.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«نغدي مرستو د صادارتو د پراختیا ترڅنګ د اقتصادي ودې او د پیسو د ثبات په پياوړتیا کې مهم رول لوبولی دی او موږ له دغو مرستو هرکلی کوو.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۲ مېلیارده او  ۲۰۰ مېلیونه ډالره نغدې پیسې افغانستان ته رارسېدلي؛ خو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو د راپورونو له مخې لا هم په افغانستان کې ۲۸ مېلیونه کسان په بې وزلۍ کې شپې او ورځې تېروي.

د اقتصاد وزارت وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې شویو نغدي مرستو د هېواد د اقتصاد په پراختیا او د افغانۍ د ارزښت د ساتلو په برخو کې مهم رول درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه