Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا جمهوري غوښتونکي: له افغانستانه د وتلو په هکله دې اطلاعات ورکړل شي

د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو استازو، د څو لیکونو په استولو سره له افغانستانه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په هکله د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

دغه لیکونه سپینې ماڼۍ، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو، کورني امنیت، لوی درستیز او د امریکا د نړۍوالې پراختیا آژانس ته لېږل شوي دي.

د آمریکا د ولسي جرګې د څارنې کمېټې رییس وايي، د بایډن اداره له افغانستانه وتلو ته چمتو نه وه او په وینا یې بالاخره په دې تړاو د بایډن پرېکړه د بشري او امنیتي ناورین لامل شوه.

نوموړي له اړوندو بنسټونو غوښتي چې، غوښتل شوي اطلاعات ورته برابر کړي.

د آمریکا د ولسي جرګې د څارنې کمېټې رییس جیمز کامر وايي:«د بایډن دولت له افغانستانه په غمجنه توګه وتلو ته چمتو نه و او د هغوی پرېکړې په سیمه کې په مستقیمه توګه د امنیتي او انساني ناورین لامل شوې. هره څانګه او اړوند سازمان باید همکارۍ ته چمتو او غوښتل شوي اطلاعات برابر کړي.» 

له بل لوري د اسلامي امارت ویاند وايي، له افغانستانه د امریکا وتل د دواړو خواو په ګټه وو او په وینا یې واشنګتن په دې پرېکړې سره خپله تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسوله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«له افغانستانه د امریکايي ځواکومنو وتلو امریکا ته یې هم ګټه لرله، اوږده جګړه یې پای ته ورسوله او امریکایانو نه شوه کولای چې دوام ورکړي.»

خو له افغانستانه د امریکا وتلو د سیمې پر هېوادونو څه اغېز درلود؟

د سیاسي چارو شنوونکی سید مقدم وايي:«طبیعي ده چې د نړۍوالې ټولنې د نوي نظم په هکله د امریکا ځایګی یې له خطر سره مخ کړ، او پاکستان هم په یوې کورنۍ بې ثباتۍ کې ده او افغانستان یې هم افغانستان هم په یوې نړۍوالې انزا کې دی.»

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج هم څرګنده کړه:«امریکا باید په بیړه او غیرمسوولانه له افغانستانه وتلې نه وای، باید ځانګړې تابیاوې یې نیولې وای چې د پخواني نظام سیسټم له خپلو ټولو اړخونو سره له منځه نه تلای.»

آمریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل او په دې سره یې په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور ته د پای ټکی کېښود.

د اسلامي امارت ویاند وايي، له افغانستانه د امریکا وتل د دواړو خواو په ګټه وو او په وینا یې واشنګتن په دې پرېکړې سره خپله تر ټولو اوږده جګړه پایته ورسوله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه