Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: د امو سیند له اوبو استفاده د افغانستان حق دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د قوش‌تېپې په کانال کې د امو سیند له اوبو استفاده د افغانستان حق دی او اسلامي امارت اړتیا نه لري چې د نورو هېوادونو اوبه واخلي.

ښاغلی مجاهد د آمو سیند له ظرفیته د افغانستان د ګټي اخستنې په تړاو د انګلیسي اکونومېسټ ورځپاڼې یوې لیکنې ته په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.

انګلیسي اکونومېسټ ورځپاڼې لیکلي چې، د قوش‌تېپې کانال په جوړېدو سره به د امو سیند اوبه کمې شي او ورسره به افغان کروندګر ډېره ګټه وکړي؛ خو په ازبیکستان کې به د پنبې صنعت زیانمن شي.

بلخوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې له ازبیکستان سره دوستانه اړیکې لري او دغه هېواد هم د افغانستان ابادي غواړي.

د اسلامي امارت ویاند وايي:«د نورو هېوادونو یو څاڅکی اوبه هم نه اخلو او اړتیا نه لرو. او نه غواړو چې وایې خلو. نو ان‌شاالله هېڅ هېواد دې اندېښنه نه لري او له ازبیکستان هېواد سره خو ډېرې ښې دوستانه اړیکې لرو. او زما باور دی چې هغوی د افغانستان د ابادۍ او پر خپلو پښو درېدو غوښتونکي دي. او په دې برخه کې له موږ سره همکا دی.»

ازبیکستان تراوسه پوری د یادی ورځپاڼی دی مطلب په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

له دې سره سم، د اوبو اړوند مسایلو څېړونکي وايي، افغانستان د دوامداره جګړو له امله پر دې نه دی بریالی شوی چې، د امو سیند له اوبو استفاده وکړي او په وینا یې اوس چې، د قوش‌تېپې کانال لپاره د دغه سیند له اوبو استفاده کېږي، دا د افغانستان حق دی.

د افغانستان د اوبو رسونې پخوانی رییس انجنیر حمیدالله یلاني وايي:«هیله لرم چې زموږ دوست هېواد ازبیکستان د خپل ګاونډي هېواد دغو حقوقو ته درناوی وکړي. او زه هېڅکله باور نه لرم چې د دغې پروژې د تطبیق لپاره کومه ورځ د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ کومه ستونزه یا مخامخ کېدل رامنځته شي.»

د اوبیزو مسایلو کارپوه نجیب الله سدید څرګندوي«که چېرې فرض کړو چې د قوش‌تېپې کانال بشپړ شو، او افغانستان د امو سیند له اوبو برخمن شو، له اتو تر ۱۰ سلنې اوبه به وي چې د امو په سیند کې به جریان پيدا کړي.»

د افغانستان د اوبو په هکله څېړونکي نجیب آقا فهیم وویل:«د امو سیند د اوبو یوه برخه د افغانستان له خوارې سرچینه اخلي، د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري؛ خو اوږدو جګړو ته په کتو دغه فرصت افغانستان ته برابر نه شو چې د امو سیند له اوبو استفاده وکړي. »

له دې ټولو سره سره د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش‌تېپې پروژو د لومړۍ برخې کار په شدت سره دوام لري.

د ملي پراختیا شرکت د هلمند ریاست د انجینرۍ امر انجنیر نوید احمد رباني څرګنده کړه:«د کانال د جوړولو کار کابو ۵۴ سلنه مخته تللی دی چې البته د کانال اول فاز دی. د کانال په لومړي فاز کې، د هغه درې عمده برخې عبارت دي له: د کانال جوړول، د کانال د اوبو ذخیره کولو برخو جوړول او د کانال په اوږدو کې د پلونو جوړول جریان لري.»

د نړۍ په کچه اقلیمي بدلون او د سیمې په ځينو هېوادو کې پرله پسې وچکالۍ د دې سبب شوې دي چې د افغانستان ځینط ګاونډي هېوادونه د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټيټېدو له ستونزې سره مخامخ شي.

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د څرنګوالي پر سر د سیمې د ځینو هېوادونو حساسیت راپارېدلی او په دې تړاو یې اندېښنې هم څرګندې کړې دي. خو افغانستان تل ویلې دي چی د نړۍوالو قوانینو له مخې به له خپلو شته ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه