Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: د ځانګړو ځواکونو د روزنې بهیر دوام لري

د دفاع وزارت لوی درستیز وايي چې په دفاع وزارت کې د هېواد د ځانګړو ځواکونو د روزنې بهیر دوام لري.

د سرپرست حکومت دغه امنیتي چارواکی زیاتوي که چېرې دغه فرصت او موکه نه وي، ځانګړي ځواکونه د روزنې لپاره نورو هېوادونو ته هم واستول شي.

فصیح‌الدین فطرت دغه څرګندونې په خوست ولایت کې له منصوري قول اردو څخه د ۴۵۰ سرتېرو په فراغتغونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړه:«تر هغې چې وس ولرو، په هماغه ستره کچه، زموږ ځواکونه دننه په افغانستان کې له هماغې افغاني روحیې سره وروزل شي. په هغې صورت کې چې لازمه وي، زموږ له وسې او توان څخه لوړ وي چې دننه وروزل شي، بیا د زده کړې په پار نورو هېوادونو ته یې هم استوو.»

د پوځیانو روزونکی ذبیح الله هم وویل:«درې میاشتې پوځي روزنه وه. عقیدتي او همدارنګه پوځي زده کړې. له اړخه، که وسله وه، که انجینري او یا هم د ګومارنې برخه.»

ورته مهال د پوځي چارو ځينې کارپوهان د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندنه هغه ستونزه بولي، چې بهر ته یې د نظامي زده کړو لپاره د افغان ځواکونو د لېږلو مخه ډپ کړې ده.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:«په هغو شرایطو کې چې طالبان دي یعنې له رسمیت پېژندلو پرته، هېڅ هېواد به حاضر نه شي چې هغوی ته او د طالبانو اردو ته مسلکي افسران وروزي.»

د پوځي چارو بل کارپوه صادق خان شینواری هم څرګندوي:«په اوسنیو شرایطو کې د مسلکي زده کړو لپاره د افغانستان د هوايي پوځيانو د منسوبینو لېږد به ناشونی وي، تر هغې چې اوسنی نظام به رسمیت ونه پېژندل شي.»

    د دفاع وزارت چارواکي وایي، چي افغانستان به په لنډه موده کې یو بشپړ او پیاوړی پوځ ولري.د نظامي او امنیتي چارو شنوونکو په اند، افغانستان پر امنیتي ننګونو د بریا لپاره روزل شویو ځواکونو او عصري او پرمختللو پوځي امکاناتو ته اړتیا لري.

د نظامي او امنیتي چارو شنوونکو په اند، افغانستان پر امنیتي ننګونو د بریا لپاره روزل شویو ځواکونو او عصري او پرمختللو پوځي امکاناتو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه