Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پل سوخته پر سر د کتابونو د نندارتون جوړېدل

د پل سوخته پر سر له بیارغونې وروسته د لومړي ځل لپاره په دغې سیمه کې د کتابونو یو نندارتون جوړ او پرانیستل شو.

د دغه نندارتون په لومړنۍ ورځ، ځينو ځوانان هلکانو او نجونو د پرانستې په غونډه کېد ګډون ترڅنګ په دغې سیمه کې یې مطالعه وکړه.

دغه نندارتون له هغه ځایه هیله بښوونکي انځور نندارې ته وړاندې کوي چې دوه لسیزې یې ځوانانو ته تدریجي مرګ برابر کړی دی. د پل سوخته لاندې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د را ټولېدو په ځای بدل شوی و.

د دغو مراسمو جوړونکي وايي چې کلونه کلونه دغه ځای د ټولنې بوږنونکي انځورنه وړاندې کول؛ خو اوس د دغه نندارتون جوړولو د پل سوخته په هکله د خلکو نظر بدل کړی دی.

د دغه نندارتون یوې جوړونکي وویل:«زما په اند هغه فرصتونه چې د مطالعې او د کتاب ویلو لپاره د کابل په هره برخه کې جوړ شي دا سل په سلو کې ګټور وي او دا سیمه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه ده، هغه لېواله چې له دې سیمې تېرېږي حتماً راګرځي او یو کتاب مطالعه کوي.»

په دغه نندارتون کې ځینې کتاب لوستي ځوانان وايي چې په دغه نندارتون کې د مطالعې کلتور د راتلوونکي لپاره هیله بښوونکي دي. 

د کابل یو اوسېدونکی وايي:«له نېکه مرغه کورس ته تلم کله مې چې سیمه ولیده حیران شوم او له ملګرو مې وپوښتل راته وې ویل چې دلته ځوانان کولای شي کتاب مطالعه کړي.»

له دې سره هم مهاله د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې پل سوخته هغه سیمه شمېرل کېده چې ټول روږدو کسانو هلته خپل ژوند پای ته رسوه.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«پل سوخته زموږ ځوانان په نشو روږدي کول او په غېږه کې یې ساه ورکوله. د اسلامي امارت په نوښت ټول هغه ځوانان راټول کړل شول او هغه مافیايي ډلې چې دلته یې ځوانانو ته نشه‌يي توکي وېشل او ځوانان یې هغه ته هڅول هغه خنثی شول او فابریکې یې له منځه ولاړې او مجرمین د قانون منګولو ته وسپارل شول.»

له دې مخکې، په دغې سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په نشه‌يي توکو روږي کسان به دلته راټولېدل.

خو موده مخکې اسلامي امارت دغه روږدي کسان راټول او یوه مرکز ته یې د درملنې په پار ولېږدول. 

د دغو مراسمو جوړونکي وايي چې کلونه کلونه دغه ځای د ټولنې بوږنونکي انځورنه وړاندې کول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه