Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: کابو یونیم کال کې په نشو ۸۰ زره روږدي کسان راټول کړل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې بیاځلې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په ټول هېواد کې په نشو ۸۰ زره روږدي کسان راټول کړل شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې یوازې له کابل ښاره څه باندې شل زره روږدي کسان راټول کړل شوي او د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې زیاتوي په دغو ۸۰ زره روږدو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

عبدالنافع ټکور زیاتوي، د نشه يي توکو پر ضد عملیاتو کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور څه د پاسه پنځه زره کسان نیول شوي او د نشه يي توکو د تولید نږدې ۲۰۰ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړه:«له فتحې څخه تراوسه پورې راټول شوي معتادین د ټول هېواد په کچه باندې ۸۲ زره نفره دي چې یوازې ۲۶ زره او ۸۵۰ نفره یې په کابل کې راټول شوي دي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند هم وایي، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې ۶۰ مرکزونه شتون لري، چې له دې ډلې ۱۰ مرکزونه د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«د عامې روغتیا وزارت د خپل پلان او تعهد پر اساس د تېر یو نیم کال راهیسې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې، د معتادینو د درملنې روغتیايي مراکز فعال ساتلي دي، د اعتیاد په مقابل کې د عامه پوهاوي کنفرانسونه، سیمه‌ییز مجالس او په چاپي بڼه د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې لپاره د عامه پوهاوی ترسره کړی دی.»

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی هم څرګنده کړه:«د دې ټولو خدمتونو له امله د خپلو خلکو منندوی یوو او زموږ هیله دا ده چې د دغو سیمو په ساتلو کې او همدارنګه د دغو سیمو په پراختیا کې د کابل له ښاروالۍ سره همکار واوسي.»

د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت داسې سروې په پام کې لري، چې پر بنسټ به یې په کلیو کې په هغو ځمکو کې چې کوکنار کرل کېږي، معلومې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه