Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناورین نړۍواله ډله: له کابل سره د اړیکو پرې کول ګټه نه‌لري

د ناورین نړیواله ډله په‌دې باور ده چې له کابل سره د نړۍ د اړیکو پرې کول په ګټه نه‌دي او نړۍ باید افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لاره پیدا کړي.

په‌دې راپور کې راغلي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کارونو د ځنډېدو په تړاو د سرپرست حکومت په وروستي حکم سره په دغه هېواد کې د فقر د پراخېدو لامل شوی دی.

د دې ډلې د راپور په یوې پرخه کې راغلي: «د طالبانو د چلند لا بدېدل به د نړۍوالو د مرستو د پرې کېدو لامل شي او دا به میلیونونه افغانانو ته زیان ورسوي. لوېدیځوال باید له افغان نجونو او ښځو دفاع وکړي او ورسره له داسې پالیسو هم ډډه وکړي چې، د خپل په تاوان یې کېږي. داسې عملي کارونه هم وکړي چې، تر طالبانو ښه وي او ورسره د افغان ښځو په ګټه وي او ژوند یې په یوه ډول نه په یوه ډول ښه شي. له بېړنیو مرستو سربېره د اقتصاد د پراختیا لپاره باید اوږد مهاله هڅې هم دوام ولري.»

دې ډلې زیاته کړې، د لوېدیځوالو له لوري د سرپرست حکومت په منزوي کېدو سره به افغان ولس او په ځانګړې توګه افغان نجونې او ښځې لاپسې وځپل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشري وايي: «پر ښځو د محدودیتونو لګول هم په هېواد کې د کورنیو بې‌وزلي لوړه کړې ده.»

د ښځو حقونو فعاله ثریکا پیکان وايي: «هغو ښځو او نجونو چې کوم امتیاز تر لاسه کوه، نږدې د خپلې کورنۍ سل سلنه لګښت یې برابروه.»

د دې ډلې د راپور په یوې بلې برخه راغلي، له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په پرې کېدو سره به ډېر تاوان افغان ولس وکړي. دغه ډله له کابل سره د نړۍ د تعامل غوښتونکې ده.

په راپور کې زیاته شوې: «نه‌شي کېدای چې دغه خبرې اترې د تل لپاره وځنډول شي. د مسیر د ښه‌والي لپاره د یوه پروګرام د طرحه کولو په موخه اړتیا ده چې په لوړه کچه له طالبانو سره تعامل وشي. پر ځان بسیا افغانستان لپاره د اوبو، برېښنا، ټرانسپورټ او نور ورته پروژې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته درول شوي؛ مهمې دي. دغه طرحه له تېر دولت او له افغان ښځو او نارینه و سره تر سلا مشورو وروسته جوړه شي.»

دې ډلې همداراز ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۱٫۶ مېلیونه افغان ښځې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړۍ هم باید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري غوښتل شوې ۴٫۶ مېلیارډ ډالره برابرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «د دې اقتصادي ناورین څخه د ځان ژغورلو لپاره، موږ باید د ځان بسیا او ځواکمن اقتصاد د جوړولو په لور لاړ شو چې د لومړي ګام په توګه یو مناسب او مشروع سیاسي بستر رامنځ‌ته کولو ته اړتیا ده.»

په‌دې لړ کې اسلامي امارت بیا وايي، په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت هڅه کړې چې د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي او په‌دې برخه کې یې له ټولو لارو چارو ګټه اخیستې ده. د ښځو فعالیتونه او ځینې نور مسایل په اقتصادي بهیر ژوره اغیز نه‌لري.»

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان دوه درېیمه برخه خلک به چې، شاوخوا ۲۸ مېلیونه کسان کېږي په روان ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه