Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: له افغانستان سره د مرستو کمول د افغانانو په زیان دی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له افغانستان سره د بشري مرستو کمېدل د افغانانو په زیان ګڼي.

جوزپ بوریل د پنج‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال په افغانستان کې د ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول وايي، د اسلامي امارت د سياستونو له امله بايد له افغانستان سره د نړۍ بشري مرستې کمې نه‌شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزپ بوریل وايي: «موږ نه‌شو کولای افغان ښځې یوازې پرېږدو چې دوه ځله مجازات شي، یو ځل د افغان حکومت د تګلارو او بیا د بهرنیو مرستو او ملاتړ په بندولو.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو دوام د افغانانو حق ګڼي. ذبیح الله مجاهد وايي، نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «نړیوال کمکونه چې د بشري روحیې پر اساس کېږي، هغه باید سیاسي موضوعاتو پورې و نه تړل شي او واقعاً هم باید بندې نه‌شي او افغانستان د جنګ ځپلي ملت په توګه باندې حق لري چې مرستې او همکاري ورسره وشي او لاسنیوی یې وشي او بل خوا ته دا د سیاستونو له امله ځینې موضوعات د اسلامي امارت له اړخه نه‌دي؛ بلکې د افغانستان په اړه نړیوال سیاست هم تر اوسه پورې ډېر مثبت نه‌دی.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د بشري مرستو دوام د افغانانو په ګټه ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره نرمښت وښايي.

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري زیاتوي: «اسلامي امارت باید شته ستونزې له افغان ولس باید پټ نه‌کړي او نه‌دې د نورو پر غاړه واچوي او اسلامي امارت باید د ژغورنې نسخه د پرمختیا پر لور په څرګند ډول وړاندیز کړي.»

د سياسي چارو یو بل کارپوه عبدالملک افغان وايي: «اسلامي امارت ته هم پکار ده چې په خپل سیاست کې نرمښت وښيي او له نړیوالې ټولنې سره تمامل وکړي، تر څو افغانستان یو وار بیا په خپلو پښو ودرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له کار او زده کړو څخه د ښځو د منع کېدو په ټوله نړۍ بېلابېل غبرګونونه له ځان سره درلودل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه