Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو وزارت سرپرست د حکومت "انحصاري کېدل" ردوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني هغه ادعاوې ردوي، چې ګڼي سرپرست حکومت انحصاري او کمزوری دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دغه چارواکي د مرکزي خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني - علمي سیمینار کې په خپله وینا کې وايي چې په اوسني حکومت کې شاوخوا ۸۰۰ زره تنه کار کوي چې په کې د تېر حکومت کارکوونکي هم شته.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل:«په دې حکومت کې که دا اوسني حالت وګورو، چې بعضې خلک يې د انحصار طرف ته، یو شمېر خلک يې د کمزورۍ لور ته او ځیني يې یو لور ته نسبت کوي، خو اوس‌مهال تقریباً شاوخوا  ۸۰۰ زره کارکوونکي د حکومت په تشکیل لرو.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی په هېواد کې د روان کړکېچ او ناورین یو لامل د مدرسې او مکتب ترمنځ واټن ګڼي او غواړي چې دغه تشه له منځه یوسي.

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، په اوسني نظام کې ډیکټاتوري او خپل سري شتون نه لري. د سرپرست حکومت دغه چارواکی ډاډ ورکوي، چې د زور له لارې پر خلکو هېڅ نه تحمیل کېږي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګندوي:«په نظام کې مو ډیکټاټوري او خپل سري نشته ده او داسې نه ده، چې هر څه به په تا په زور منل کېږي. هر مسلمان وګړی کولای شي، چې له خپل حق دفاع وکړي، هغه که تر قومندان، وزیر او والي پورې تړلی وي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پخواني حکومت له چارواکو غواړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی ندیم وايي:«راشئ په خپل وطن کې د افغانانو ترڅنګ د خپل قوم په منځ کې د عزت ژوندی وکړئ او ځمکه او کور مو ټول خوندي دي.»

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس عبدالرشید اقبال هم وویل:«دغه سیمینار د اکاډمیکو مرکزونو او خلکو ترمنځ د یووالي لپاره ښه تاثیرات لري او باید دغه ډول سیمینارونه دوام پیدا کړي.»

په دغه دیني - علمي سیمینار کې د سرپرست حکومت چارواکي زیاتوي، اسلامي امارت د هېواد پرمختګ ته ژمن دی او د دا ډول سیمینارونو جوړېدو سره به د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه لاړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه