Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن د اسلامي امارت د ژمنو عملي کېدل غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان او امریکا د اسلامي امارت د ژمنو په عملي کېدو کې ګډې ګټې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې وایي، باید ډاډ ترلاسه شي چې ترهګرې ډلې لکه داعش، ټي ټي پي او القاعده نور د سیمه‌ییز ټیکاو د ګواښلو توان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي:«امریکامتحده ایالتونه او پاکستان ګډې ګټې لري، باید دا ډاډ ترلاسه شي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او لکه تاسو چې یادونه وکړه، ترهګرې ډلې لکه داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک او القاعده چې امکان لري، په افغانستان کې فعالې وي، نور د سیمې د ټيکاو د ګواښلو توان ونه لري.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي، چې امریکا متحده ایالتونه باید د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستونزو د له منځه وړو لپاره له سرپرست حکومت سره په تماس کې شي.
                 
د سیاسي چارو شنونکی حسن حقیار وايي:«امریکا افغانستان ته د پاکستان له عینکو نه ګوري او پاکستان ورسره دوه مخي کوي، ښه دا ده چې امریکایان مستقیماً افغان حکومت ه مراجعه وکړي ستونزې له دوی سره حل کړي.»
                  
د نظامي چارو شنونکي اسدالله ندیم هم وویل:«امریکا باید له دوی (له ترهګرو ډلو) اندېښنه ونه‌لري، ځکه په خپله امریکا د دغو ډلو د پياوړتیا لامل دی. د امریکا اندېښنه بې ځایه او ډېره سیاسي ده.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي کار اخیستنې په تړاو د ځينو هېوادونو په تېره بیا امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د تېرو کابو اتلسو میاشتو په اوږدو کې هېڅ هېواد ته زیان نه دی رسېدلی او همدارنګه اوس هېواد هم په ښه توګه مدیریت کېږي. یو شی چې پاتې دي هغه دا دي چې بندیزونه په خپل ځای دي، د نړۍوالې ټولنې او بهرنیو هېوادونو مسوولیتونه او مکلفیتونه دي، تراوسه یې په دې برخه کې ملموس ګامونه نه دي پورته کړي.»

د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار نه اخیستل، د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د اسلامي امارت چارواکو د نومونو لېرې کېدل او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب د دوحې د هوکړه لیک له مهمو موردونو ګڼل کېږي، خو په تېرو اتلسو میاشتو کې امریکا متحده یاالتونو او اسلامي امارت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي کار اخیستنې په تړاو د ځينو هېوادونو په تېره بیا امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه