Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ډیپلوماټ: کراچۍ کې د افغان بندیانو وضعیت ته دې رسېدنه وشي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي، چې د پاکستان په زندانو کې لسګونه افغانان ناروغان په بد وضعيت کې ورځې او شپې تېروي.

عبدالجبار تخاری وايي چې په دغو بندیانو کې ښځې، ماشومان او لویان هم شامل دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت دغه چارواکی، له افغان بندیانو سره د پاکستاني پوليسو پر چلند نيوکه کوي او وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د پاکستان په بندخونو کې څلور افغان بندیان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاری وايي:«له وطنه راغلي دي د خپل علاج او معالجې لپاره او دوی ډېر سخت حالت کې دي. د ګرځېدو نه دي، له دې طرف نه بلکول توجه ونه شوه، دې نه مخکې هم زموږ درې وطنوال په حق رسېدلي وو.»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل طلوع نیوز ته وايي چې دا مهال په کراچۍ ښار کې ګڼ شمېر افغان بندیان ناروغه دي، خو د درملنې اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي تخاري وویل:«سرطان به وي او یا به د مریض د زړه تکلیف به وي یا د دوی مریض به د ګردې تکلیف به وي. د جیګر تکلیف به وي، داسې سخت حالات کې تاسو هغوی په جېل کې اچوئ او هغوی ته تاسې تکلیف ورکوئ، هغوی ته تاسې اجازه نه ورکوئ چې علاج او معالجې ته ورشي دا خو ډېر سخت ظلم دی.»

د پاکستان تر څنګ په ایران کې هم یو شمېر افغان کډوال بندیان دي او تازه د لوی څارنوال په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د بندیانو د وضعیت د څېړلو لپاره ایران ته تللی دی.

د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ څرګندوي:«د دوی د ډېریو کورنۍ دلته نشته له ډېرو ستونزو سره مخ دي او له بل لوري د دې لپاره چې وکیل د هغوی کارونه مخته یوسي بسندویه پیسې نه لري.»

پاکستان او ایران د شاوخوا اته مېلیونه افغانانو کوربانه دي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې ۷۵۰ افغانان بندیان دي، چې ډېری یې ناروغه او په بد حالت کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه