Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اېټالیا په سمندر کې د افغان کډوالو مړینه

د ایټالیا په سمندر کې له لرګي د جوړې شوې یوې کیښتۍ د چپه کېدو له امله ۶۰ کډوال مړه شوي دي.

د انسا ایټالیوۍ رسنۍ په حواله، یوه لرګینه کیښتۍ چې د ۲۵۰ افغان، ایراني او پاکستاني کډوالو لېږدونکې وه، د یکشنې په ورځ په طوفاني هوا کې له یوه کمره سره د لګېدو له امله چپه شوه.

اسوشیټیډ پرس رپوټ ورکړی، دغه کیښتۍ چې د اېټالیا په کروټون سمندر کې له یوې ډبرې سره د ټکر له امله چپه شوې ډېری سپرلۍ یې د افغانستان، پاکستان او ایران وګړي دي.

د اېټالیا پولیسو د دې پېښې په تړاو یو قاچاق کوونکی نیولی دی او درې نور قاچاق کوونکي چې ټول ترکان دي، تښتېدلي دي.

د اېټالیا د کروتونه ښار د پولیسو مرستیال ګائتانو لومباردو وايي:«د ګزمې ځواکونه چې د پېښې ځای ته ورسېدل، د ۳۰ مترو په اوږدوالي یې یوه لرګینه کیښتۍ ولېده چې په بشپړ ډول چپه شوی او یو شمېر کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي. دغو ځواکونو ژر تر ژره هڅه وکړه چې د خلکو ژوند وژغوري او له بده مرغه څو جسدونه یې هم پیدا کړل.»

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت پرخپل ټوېټر ناقانونه کډوالي وحشتناکه او وژونکې ګڼلې ده او ویلي یې دي، چې مخنیوی یې مدني آزادیو او بشري حقونو ته په درناوی سره شونی دی.

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت په دې هکله لیکلي:«په بلغاریا کې له غمېزې وروسته چې ۱۸ تنه ناقانونه افغان کډوال په کې مړه شول، په اېټالیا کې یوه بله بشري غمېزه رامنځته شوه او یوه کیښتۍ چې افغانان په کې وو او د انسان جنایتکارو قاچاق کوونکو چلوله، ډوبه شوه، ناقانونه کډوالي ډېر وېرونکي او ډېری وخت وژونکي خطرونه لري. موږ باید د دې لاملونو له رېښې سره له ټولو ممکنه لارو مبارزه وکړو، چې د یوې پرانیستې او عادلانه ټولنې په رامنځته کولو او اساسي مدني آزادیو او بشري حقونو ته په درناوي سره د امکان وړ ده.»

بل خوا ځينې هېوادوال ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته د کډوالېدو اصلي لامل په هېواد کې بې روزګاري ګڼي.

را ایستل شوی کډوال خیرمحمد وايي:«کورنۍ مې له اقتصاده کمزورې شوې غوښتل مې چې ایران ته ولاړ شم یو څه پيدا کړم له همدې امله له کوره راووتم.»

د کابل بل اوسېدونکی فرهاد هم څرګندوي:«خلک په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي، زه په خپله د لېسانس سند لرم په کور کې یم دلته ډېر ناچاره شوی یم. ژوند او برخلیک ډېر ستونزمن شوی اوس اړ یم چې یو چکر ایران ته ولاړ شم.»

د چارو ځیني شنوونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کډوالو چارو کارپوه آفتاب احمد خان احمدزی وايي:«په هېواد کې ډېری شرکتونه تړل شوي ډېری کارخونې تړلي دي موږ په هېواد کې ډېرې ستونزې لرو دا ستونزې د دې لامل شوي چې ځوانان بهر ته سفر وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وویل:«اسلامي امارت باید د تعلیم، تحصیل او کار زمینه برابره کړي چې هغوی هېواد پرې نه ږدي او لیدل کېږي چې په ډېریو ګاوندیو او اروپايي هېوادونو کې افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

د اېټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ زیږدیزکال کې نږدې ۱۵۰زره کډوال د اېټالیا سواحلو ته رسېدلي دي او د کډوالو ځينې لېږدونکې کیښتۍ ډوبې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه