Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د استانبول کونسلګرۍ کې د ا.ا د ډیپلوماټانو د کار پیل

د اسلامي امارت ډیپلوماټانو د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې په رسمي توګه خپل کار پيل کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي، له دې وروسته هڅه کېږي چې په ترکیه کې به پر ډيپلوماټیک فعالیت سربېره هېوادوالو ته کونسلي خدمات هم وړاندې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې هکله وویل:«د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کوي چې تېره دوشنبه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا استول شوي ډپيلوماټ خپل کار رسماُ پيل کړ.»

د سیاسي او نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان هم وايي:«د اسلامي امارت د نظام د ټينګښت لپاره په یو ډول غواړي چې بدلون راولي، نه د کوم واقعي بدلون لپاره، یوازې د دې لپاره چې د اسلامي امارت نظام پایښت پیدا کړی او ټينګ شي.»

بل خوا ځيني ډيپلوماټان په دې باور دي، چې سرپرست حکومت ته د ځينو سفارتونو او کونسګریو سپارل کېدل له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړیکو په ګټه دي.

پخواني ډيپلوماټ عزیز معارج وویل:«د ایران او ترکیې د سفارت او کونسلګرۍ سپارل کېدل د ډيپلوماټيکو اړیکو د پياوړتیا او همدارنګه له اعلان مخې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندل له ځان سره لري.»

پخوانی ډيپلوماټ فهیم کوهدامني هم څرګندوي:«موجودې واکمنۍ ته د دغو استازولیو سپارلو بل دلیل له طالبانو سره د جمهوریت دوران ډپيلوماټانو پټې اړیکې وې.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون فضل احمد حقاني د اسلامي امارت د ډيپلوماټانو له یوې ډلې سره په تهران کې د افغانستان د سفارت مسوولیت په رسمي توګه پرغاړه واخیست او د سرپرست حکومت څو ډيپلوماټان د ماموریت د ترسره کولو لپاره تهران ته ولېږل شول.

ځيني ډيپلوماټان په دې باور دي، چې سرپرست حکومت ته د ځينو سفارتونو او کونسګریو سپارل کېدل له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړیکو په ګټه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه