Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځوانانو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کېدل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت او په کابل کې د ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د دغه وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د ځوانانو روزني ته ژمن دى او تل د ځوانانو لپاره د کار موندنې او ښوونيزو پروګرامونو ملاتړ کوي.

طد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وویل:«د افغانستان ځوانان تحصیل ته ضرورت لري، ځکه د افغانستان اینده په دوی پورې تړلې ده، که موږ په اینده کې تحصیل یافته ځوانان ولرو، زموږ د افغانستان او د خپله ځوانانو اینده به روښانه وي.»

په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولان که څه هم د ځوانانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو ډاډ ورکوي؛ خو وايي چې د سرپرست حکومت وروستیو محدودیتونو د دوی فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ضیاء الله شفیق وايي:«په دې اواخرو کې چې کوم تصامیم د اسلامي امارت د چارواکو له خوا د تعلیماتو او تصحیلاتو په هکله نیول شوي دي یو تعداد زیات موسسات ټکني شوي دي ځکه د خویندو د برخې د تحصیلاتو څانګې د تعلیق حالت ته تللي دي.»

د دعوت پوهنتون رییس شېر علي ظریفي هم وویل:«د دې پوهنتونونو د دوام په هکله باندې هم اسلامي امارت دنده لري، وظیفه لري چې زمینې ورته برابرې کړي.»

بل خوا د کابل ځينې اوسېدونکي د ځوانانو معينيت دغه کار ستايي.

د کابل اوسېدونکی اسدالله وايي:«د علمي سطحې د لوړولو لپاره زموږ د پوهنتونونو سویه، اکاډومیکې برخې باید دوی قوي کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی جاید هم څرګندوي:«له اسلامي امارته غواړم چې ځوان نسل ته داسې موقعې برابرې کړې چې همدلته په خپل ملک کې پاتې شي، خپل کاروبار او روزګار وکړي، نورو ملکونو ته احتیاج نه شي.»

په دې ناسته کې د ځوانانو چارو معين وايي، هڅه کوي، چې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه