Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحې تړون له نه عملي کېدو د دواړو لورو نارضایتي

که څه هم د دوحې تړون له لاسلیک کېدو درې کاله تېرېږي؛ خو کابل او واشنګټن د دغه تړون له پلي کېدو راضي نه دي.

کابل وايي چې د دغې هوکړې ځينې اسلامي امارت پورې اړوندېږي، په بشپړه توګه عملي شوي؛ خو واشنګټن په دې هکله په خپلو ژمنو عمل نه دی.

بل لور ته د امریکا متحده ایالات، کابل د دوحې تړون په نقض تورنوي.

د دوحې تړون څلور مهمې برخې لري: د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د دواړو غاړو د بندیانو بشپړ خلاصون، د بین الافغاني خبرو د پيل په صورت کې د اسلامي امارت پر غړو د بندیزونو لرې کول او د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا او د هغوی د متحدینو له لاسوهنې ډډه کول دي، د دې تړون مهمې برخې ګڼل کېږي.

د دغه تړون په دویمه برخه کې ویل شوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پر ضد يې نه کارول کېږي.

په درېیمه برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دغه تړون په رسمیت پېژندلو او له افغانستان سره د امریکا پر اړیکو خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي څرګندوي:«د هغوی ځواکونه په ټاکلی وخت ونه وتل. له هغې وروسته یې د افغانستان د خلکو پیسې بندې کړې. بندویزونه په خپل ځای دي. تور نوملړونه یې حذف نه‌کړل. همدارنګه ځينې په جریان کې دي چې د اسلامي امارت د بندیانو ازادول له ننګونو سره مخ شول او له هغې وروسته د اسلامي امارت د عملیاتو په پایله کې ازاد شول.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت هم تر اوسه د دوحې د هوکړې ځینې برخې نه دي عملي کړي.

دوی وايي چې لا هم د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارونې د مخنیوي لپاره کوم میکانیزم نشته او د افغانانو تر منځ خبرې اترې نه دي پيل شوي.

د سياسي چارو کارپوه سيد جواد سجادي وايي:«د دوحې د تړون ډېری ګټې هېڅکله عملي نه شوې. تاوتریخوالی کم نه شو. اوربند ونه شو. د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل نه شوې او تر ټولو مهم پر سولې متکي مشارکتي دولت جوړ نه شو.»

د سياسي چارو کارپوه سلیم کاکړ هم څرګندوي:«که چېرې موږ د دوحې هوکړه لیک ته وګورو، متوجه کېږو په هغه کچه چې امریکایان ادعا کوي چې امارت هوکړه لیک نقض کړی، تر ډېره په خپله امریکایانو تړون نقض کړی دی.»

د اسلامي امارت ځینې لوړ پوړي غړي په دې باور دي چې د دوحې تړون به نه یوازې د افغانستان په تاریخ کې بلکې د نورو ملتونو لپاره هم یوه تاریخي تجربه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه