د دوحې تړون د لاسلیک کېدو له درېیمې کلیزې سره هم مهاله، طلوعنیوز د دغې هوکړې د لاسلیک کېدو په هکله د ځينو هېوادوالو نظر اخیستی دی.
د کابل ځينې اوسېدونکي، د دوحې تړون د هېواد په ګټه ګڼي؛ خو ځينې نور بیا وايي چې د دغه تړون له لاسلیک کېدو وروسته د ښځو حقونه محدود شوي دي.
د کابل اوسېدونکی شکرالله وايي:«دا په دې معنا دی چې موږ سوله راولو نور خیر او خیریت دی. خلک له لوږې مړه شول هر څه دي اوس دې ځان له نړۍوالو معیارونو سره برابر کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي نعمان وویل:«یو ګټور اړخ یې درلود چې هېواد د نورو هېوادونو له ښکېلاکه ازاد شو. خو هغه نمیګړتیاوې چې موږ ته رامنځته کړې پوهنتونونه وتړل شول. زموږ ډېرو کادرونو هېواد پرېښود.»
د کابل ځينې نور اوسېدونکي بیا وايي، د دوحې له هوکړې او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پر افغان نجونو او ښځو محدودیتونه ډېر شول.
د کابل اوسېدونکې رونا څرګندوي:«له دې وروسته چې د دوحې تړون رامنځته شو. ښځې له زده کړو پاتې شوې. هغوی ونه شوای کړی چې درس ووايي. د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، او خلک، تر ډېره ښځې له ستونزو سره مخ شوې.»
زده کړیاله حسنا رووفي طلوع نیوز ته وايي:«د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل بسندویه نه وو چې له هغې وروسته یې پوهنتونونه هم وتړل او د ښځو په کار یې بندیز ولګاوه.»
د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانستان له ډېرو تحولاتو سره مخ شو او دغو تحولاتو پر هېوادوالو ډېر اغېز پرېښود.
په دې اړه مو اندونه