Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو

د پاسپورټ د وېش بهیر پرون (چهارشنبه د کب ۱۰مه) په کابل او ولایتونو کې بیا پیل شو.

د پاسپورت عمومي ریاست د چارواکو د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په کچه هره ورځ لس زره کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېږي او ناروغانو او زده‌کړیالانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د دې رياست د وياند په وينا، هېوادوال کولاى شي د پاسپورت تر لاسه کولو لپاره په انلاين ډول نوم‌ليکنه وکړي.

نورالله پتمن زیاتوي: «د هېوادوالو پر مخ د انلاین سېسټم له لارې پیل شو چې د ورځې به موږ هم په مرکز او هم په ولایاتو کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د پاسپورټ وېش بهیر پیلېږي او موږ به دوی ته پاسپورټونه ورکوو.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ د وېشنې د بهیر له پیلېدو هر کوي کوي، خو د پاسپورټ ځینې غوښتونکي بیا وايي، په انلاین سیستم کې یې د پاسپورټ اخیستنې د طی مراحل کېدو نېټه تېره شوې او اوس پر دې نپوهېږي چې، څه وکړي.

د پاسپورټ غوښتونکی عبدالجمیل وايي: «ستونزه دا ده چې د تلې په ۱۷مه یې موږ ته وخت راکړ، له دې نېټې وړاندې د پاسپورټ عمومي ریاست بند شو او اوس چې پاسپورټ پرانیستل شو، موږ هره ورځ ځو او راځو.»

د پاسپورټ یو بل غوښتونکی محمد نوروز وايي: «نېټه یې تېره شوې وخت یې باید مشخص شي. یوه ورځ دې دوی ته هم وخت ورکړي چې موږ کومه ورځ راشو، ځینو کسانو ته یې د بانک پرچه ورکړې، نن یې هم ټولو ته د بانک پرچې ورکړي.»

د پاسپورټ ریاست مسوولان زیاتوي، دغو کسانو لپاره به یو بل مشخص تاریخ وټاکل شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن زیاتوي: «هغه کسان چې مخکې یې تاریخ رارسېدلی ولې غیر حاضر و، دوی ته موږ مشخصه نېټه اعلانوو او د هغې نېټې په مطابق باندې د پاسپورټ ریاست ته راځي او کارونه به یې خلاصېږي.»

نور الله پتمن افزود: «کسانی که تاریخ برای شان رسیده بود اما غیرحاضر‌ بودند ما برای شان تاریخ مشخص اعلام می‌کنیم مطابق به تاریخ بیایند و کارهای‌شان را تمام کنند.»

د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، په‌دې بهیر کې د فساد د مخنیوي لپاره د پاسپورټ غوښتونکي باید په انلاین ډول نوم لیکنه وکړي.

په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې درول شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه