Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا اسلامي امارت د دوحې هوکړه‌لیک په نقض تورنوي؛ ا.ا ځان ژمن بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسلامي امارت د دوحې هوکړه‌لیک پر نقض تورنوي.

نېډ پرایس په واشنګټن کې په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ملي خبرو اترو د پیلېدو او د بشري حقونو د رعایتولو په برخو کې خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي.

نېډ پرایس وايي: «موږ د ملا برادر څرګندونې واورېدې، خو موږ د هغه د وینا له مهمو برخو سره مخالف یوو. یعنې دا چې طالبانو د دوحې په هوکړه کې پر خپلو ورکړ شویو ژمنو عمل نه‌دی کړی او همداراز طالبانو د دوحې هوکړې پر هغې ژمنې هم عمل نه‌دی کړی چې د سیاسي خبرو پیلېدل وو. دا کار باید وشي. موږ باید دا هېر نه کړو چې، د دوحې هوکړې د سوله ییزې حل لارې وړاندوینه کوله؛ نه د طالبانو تسلط.»

خو اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت د دوحې هوکړه‌لیک په اړه خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی او امریکا د هوکړه‌لیک ځینې برخې نقض کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت هغه په بشپړ ډول عملی کړی، خو له بده مرغه امریکايي اړخ او نورو ملګرو یې په‌دې برخه کې تنبلي کړې ده.»

خو د چارو شنونکي بیا له دواړو خواو غواړي، د دوحې هوکړه‌لیک په بشپړه توګه عملي کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج زیاتوي: «دوی یو بل د دوحې هوکړه‌لیک په نقض تورنوي، د دې پر ځای چې پر یو بل تورونه ولګوي، غوره به وي چې له یو بل سره کېني یو کمېسیون جوړ کړي او دا عملي کړي.»

د سیاسي چارو او نړیوالي اړیکو کارپوه ولي فروزان زیاتوي: «ویلی شو چې په مذاکراتو کې ښکېل دواړه اړخونه خپلو اصلي موخو ته رسېدلي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه، د دواړو خواو د ټولو بندیانو ازادېدل، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیلېدو په صورت کې د اسلامي امارت پر چارواکو د لګول شویو بندیزونو لرې کېدل او د افغانستان په چارو کې د امریکا او نورو متحدینو نه لاسوهنه د دوحې هوکړې مهمې برخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه