د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالیو تر منځ د نښلوونکي پل له نه شتونه شکایت کوي.
دوي وایي، د پل نهشتون له امله اړ دي چې د کښتیو په وسیله له سینده تېر او خپل ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
د دې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ولسوالیو او یا هم د مزارشریف ښار ته د تګ را تګ لپاره اړ دي پېسې ورکړي څو د بېړیو په واسطه له سیند څخه تېر شي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی جلال الدین زیاتوي: «داسې حالت راغلی چې پر لار باندې زموږ سیاهسرو ولادت ورکړی دی او داسې حالت هم راغلی چې پر لار باندې موږ خپل زخمیان او مریضان له لاسه ورکړي.»
د چمتال ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «داسې ورځې هم راغلي چې پهدې کښتیو کې خلک تېرېدل له موټر سره غورځېدلي چې ښځې هم پهکې وې.»
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحلیم وايي: «کله چې په ژمې کې واورې وي، لارې ښویې وي، موټر نهشي تېرېدای ډېر ښه ستونزې سره یوو.»
ورته مهال د دغو ولسوالیو قومي مشران او سیمهییز مسوولان هم وایي، یوازې د ورځې لهخوا کولای شي د کښتیو په واسطه له دې لارې تګ را تګ وکړي، خو د شپې مهال روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو لېږدول خورا ستونزمن دي.
دوی له حکومته د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د چمتال ولسوال نورالله حمام وايي: «پهدې کیمه باندې تګ-راتګ کېږي، خو د شپې له خوا ستونزه نه حلېږي، ځکه شپه ده؛ نو موږ د اسلامي امارت له مشرانو او مسوولانو په تېره والي صاحب نه غواړو چې دې ته رسېدنه وکړي او د خلکو ستونزې حل شي.»
قومي مشر احمدجان زیاتوي: «له امارت څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ دا ستونزه حل کړي او زموږ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.»
اخوا، د بلخ سیمهییز مسوولان دې ستونزې ته د رسېدو ډاډ ورکوي.
د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس پهدې اړه وايي: «هره ستونزه چې راشي، موږ یې تر یو ځای رسوو او انشاء الله د خلکو ستونزې د خپل توان تر بریده حلوو.»
د یادونې ده چې د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسوالیو زیاتې برخې د تېرو کلونو پر مهال د سختو جګړو شاهدې وې او اوس د دې ولسوالیو اوسېدونکي د ژوند له لومړنیو آسانتیاوو هم محرومه پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه