Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ولایتونو کې د کتاب‌تونونو له نشتوالي د ځینو زده‌کړیالانو شکایت

یو شمېر زده‌کړیالان طلوع‌نیوز ته وايي، په ځینو ولایتونو کې لکه د کتاب‌تونونو په څېر د مطالعې لپاره کافي امکانات نه‌شته.

دوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې په ولایتونو کې د امکاناتو رامنځ‌ته کولو تو پاملرنه وکړي.

حبیب‌الله چې له پکتیا کابل ته راغلی وايي: «هېڅ داسې څه نه‌شته چې موږ هلته مطالعه وکړو یا خلک راشي په یوه کتابتون کې مطالعه وکړي یا دولتي کتاب‌تون وي، دا نه‌لرو.»

د بلخ ولایت اوسېدونکی نورالحق وايي: «له دولته مو غوښتنه ده چې کتاب‌تونونه ډېر کړي، څو زده‌کړیالان له ستونزو پرته کتابونو ته لاسرسی ولري.»

په ورته وخت کې د ښځينه کتابتون مسووله وايي، د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته په‌‌دې کتابتون کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.

د ښځو د کتابتون مسووله له اسلامي امارته غواړي چې د زده‌کړو او مطالعې په برخو کې ښځو ته د لا ډېرو فعالیتونو لپاره زمینې برابرې کړي او په وینا یې پر ښځو د محدودیتونو له لګولو هم ډډه وکړي.

ژولیا پارسي وايي: «له دوی زما غوښتنه دا ده، که په رښتیا غواړي د کتاب لوستلو کلتور دود شي، لومړی دې زموږ د کتاب‌تون مخنیوی نه‌کوي، اجازه دې ورکړي چې زموږ کتاب‌تون وغوړېږي، زموږ کتاب‌تون تل پرانیستی اوسي او نجونې تګ-راتګ وکړای شي.»

د عامه کتابتون رئیس هم وايي، په بېلابېلو برخو کې د کلتور ودې ته باید پام وشي.

عبدالله عابد وايي: «امارت باید دې ته خاصه توجه وکړي، نن چې په نظامي ارګانونو باندې څومره مصارف کېږي، باید په فرهنګ او علمي نهادونو باندې هم خاص مصارف وشي او شل کاله بعد باید دلته پولیس ولاړ نه‌وي.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په هېواد کې د مطالعې د دود پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په راتلونکي کال کې یې په هېواد کې د کتابتونونو د جوړولو لپاره بودجه هم په پام کې نیولې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي: «واقعاً دا ستونزه وجود لري او موږ هڅه کوو او د نوي کال لپاره مو هڅه دا ده چې ځانګړې بودجه ولرو د نوي کتاب‌تونونو د جوړولو په اړه باندې.»

 له دې سره سم، یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، د کتاب پلورلو بازار پیکه شوی او په وینا یې سرپرست حکومت باید د مطالعې کلتور د دودولو لپاره ستراتیژیک ګامونه واخلي.

د یوه خصوصي کتاب‌تون او کتاب پلورنځي مسوول صفي‌الله وايي: «په‌دې برخه کې باید دولت یوه کلتوري ملي سټراټیژي جوړه کړي چې یو ځانګړې لار ورته پیدا شي او وروسته دې په هره ولسوالۍ کې یو کتاب‌تون جوړ کړي، د کتاب لوستونکي دې ولري او دولت دې کتابونه وپېري.»

د کابل جوی شیر سیمې د کتاب پلورونکو د ټولنې رییس محمد اکبر عظیمي وايي: «له بده مرغه زموږ په هېواد کې د کتاب لوستلو کلتور ډېر پیکه دی. پیکه په‌دې مانا چې یا کتابونو ته لاسرسی نه‌لري او یا له کتابه لرې دي.»

سره له دې چې د اپرېل ۲۳مه د کتاب له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، خو دوه هېوادونه بریټانیا او ایرلند دغه ورځ د مارچ میاشتې په لومړۍ پنج‌شنبه نمانځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه