Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د نیالګیو د پالنې لپاره د څه باندې زرو کسانو ګمارل کېدل

کابل ښاروالۍ وايي، په ښار کې یې د نیالګیو د پالنې او روزنې لپاره ۱۱ سوه کارکوونکي ګمارلي دي.

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رییس وايي، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې به په کابل کې شپږ سوه زره نیالګي کینوي.

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رییس عبدالوکیل متوکلی وايي:«کابل ښاروالي تقریباً له ۶۰ تر ۷۰ پورې ټانکرونه په هر مسیر باندې لېږي، څو دا ونې بېرته وچې نه‌شي. د ونو کرل یو اسانه کار دی، خو د ونو ساتنه او حفاظت دا یو ډېر سخت کار دی.»

د چارو ادارې مرستیال سیف الدین طیب په‌دې اړه زیاتوي: «د هېواد سمسورتیا، د نیالګیو کېنول، د وښو نهالول او کرنې وده د افغانستان په اقتصادي زېربنا کې یې ګټې ډېرې دي.»

له دې سره سم، د چاپیریال ساتنې ملي اداره له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې پایته ورسوي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال زین الدین عابد وايي: «د دې پروژو چې دوی مخکې دا پروژې روانې کړې وې حتا د ځینو په نیمايي کې کارونه پاتې شوي دي. د دغو پروژو په اړه مخکې ما هم له دوی سره بحثونه کړي وو او دوی یوازې دې حالت ته متوجه دي چې دا رسمیت پېژندنه ده او دغه مشکل دوی مخ ته وړي.»

له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، کابل ښاروالي باید د نویو کېنول شویو نیالیګو ساتنې او پالنې ته په جدي توګه پام وکړي.

د کابل اوسېدونکي کمال وايي: «ونې او نیالګي وکرل شي، ځکه له دې سره هوا ښه کېږي، ملت ته یې هم فایده ده او نوی کال دی، باید ټول یو-یو نیالګی وکري.»

په وروستیو کلونو کې په کابل کې د حکومتي او غیر حکومتي ادارو له لوري د کېنول شویو نیالیګو ډېری یې د نه پاملرنې له امله وچ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه