Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیکا کې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي برنامې تر سره کېدل

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف له لوري د ګوزڼ ضد واکسينو په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شوی دی.

مسوولان وایي، له دې ورکشاپه یې موخه د ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیق اړوند د خلکو هڅونه او د اسلام له نظره د واکسینو په اړه عامه پوهاوی دی.

د پکتیکا علماوو شورا رییس عبدالقدوس عظيمي وايي: «وقایه، حفظ‌الصحه یا ځان ساتل، د مسلمان لپاره دیني فریضه ده او موږ چې د کوچینو ماشومانو د ساتنې مسوولیت او مکلفیت لرو، د هغوی لپاره به موږ او تاسو داسې شرایط برابرو چې وقایه یې وشي.»

ديني عالم شمس الرحمن فروتن زیاتوي: «که دا واکسینونه تطبیق نه‌شي، بالاخره زموږ او ستاسو وګړي، ماشومان به له خطر سره مخامخ وي. د اسلام له نظره دا زموږ او ستاسو ملي او سلامي وجیبه ده، تر څو دغه افکار تصحیح شي.»

ورته مهال د پکتیکا سیمه‌ییز مسوولان وايي، لا هم د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ځینې خلک خپلو ماشومانو ته له واکسین ورکولو ډډه کوي.

خو یو شمېر نور دیني عالمان بیا د دغه واکسین د تطبیق په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ديني عالم  انور الدين وايي: «که یو ماشومام ته زیان ورسېږي، د قیامت په ورځ به یې څه ځواب ورکوو؟ ملت او ولس ته به یې څه ځواب ورکوو؟»

یو بل ديني عالم ذکي الله زیاتوي: «خبره دا ده چې موږ یې په خیر او شر پوهېدلي نه یوو... په کومه خبره باندې چې زموږ یقین نه‌وي چې دا خیر ده او یقین مو نه وي چې دا شر دی؛ نو د هغې تنقید او نه تردید زموږ کار نه‌دی.»

اخوا سیمه ییز مسوولين بيا د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د پوليو ضد واکسين په اړه د منفي تبلیغاتو پخلی کوي او په خبره یې د عامه پوهاوي او د واکسینو د تطبیق په موخه به لا کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د پکتیکا عامې روغتيا رييس ډاکټر حکمت الله عصمت زیاتوي: «په یو څو محدودو ولسوالیو کې ډېر کم تعدا خلک هغوی د پولیسو واکسین په هکله منفي او پروپاګند تر تاثیر لاندې راغلي دي، له واکسین نه یو کم تعداد انکاریان لرو.»

پکتيکا د پوليو پېښو شکمنه سيمه بلل کېږي او شاوخوا درې کاله وړاندې د دې ولايت په خوشامند ولسوالۍ يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه چې د مسوولانو په خبره اوس منفي شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه