Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: په افغانستان کې ۲۹ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې ۲۹ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټویټر پاڼه په یوه خپور شوي ویډیوي پیغام کې زیاته کړې، پر ښځو د محدودیتونو لګولو افغانستان ته د مرستو رسولو لړۍ اغېزمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي: «په غیر دولتي بنسټونو کې له کاره د ښځو د منعه کېدو په تړاو د طالبانو وروستی فرمان هغه لاره چې باید د دوی پر وړانډې پرانېستې وای، هم وتړله.»

له دې سره سم، یو شمېر ښځې هم له اسلامي امارته غواړي چې، افغان نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی سحر وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې د کار زمینه برابره کړي، څو ښځې هم وکولای شي، کار وکړي، په کومو شرایطو کې چې اوس موږ یوو، ښځې هم کار ته اړتیا لري او خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.»

د کابل یوه بله اوسېدونکي فرشته وايي: «موږ له اسلامي امارته دا غوښتنه لرو چې ښځو ته د پرمختګ او کار ته د تګ اجازه ورته ورکړي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي په غیر حکومتي بنسټونو کې د ښځو کار د کورنیو د اقتصاد په وده کې اغیزناک ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب وايي: «په افغانستان کې د ښځو اقتصادي حضور له شک پرته حتمي دی او دا د افغانستان په ناخالصو تولیداتو، د اقتصاد په ودې، د کلنيو عوایدو په ډېرېدو او د بې‌وزلۍ په کمېدو کې کولای شي مثبت تاثیر وکړي.»

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «په خصوصي سکټور کې ښځې او سړي چې کار کوي، کولای شي خپلو کورنیو ته حلاله نفقه او عواید پیدا کړي.»

اسلامي امارت وايي، دمګړۍ ښځې په هغو ځایونو کې چې ورته اړتیا ده، کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «اقتصاد وزارت له نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې دی او هغه برخې چې مستثنا دي هغه په ګوته کړي او هغه ښځې چې بې‌کاره شوي، هغوی ته په بدیلو لارو فکر وکړي.»

تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم ویلي وو، افغانستان ته د مالي او بشري مرستو په کمېدو سره افغان ولس زیانمنېږي او زیاته کړې یې وه چې نه ښايي د سیاسي چارو له امله دغه کېدونکې مرستې راکمې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه