Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایرانه نږدې ۴۷۰ مړي نیمروز ته راوړل شوي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وایي، په تېرو یوولسو میاشتو کې د ایران له سرحده دې ولایت ته نږدې د افغانانو ۴۷۰ مړي راوړل شوي دي.

دوی وايي، دغه کسان په ایران کې د بېلابېلو پېښو پر مهال مړه شوي دي.

د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس صدیق‌الله نصرت وايي: «په مختلفو وجوهاتو کې دغه پېښې رامنځ‌ته شوي او د ۴۶۹ هېوادوالو جنازې له دې لارې څخه انتقال شوي او د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ او همکارۍ سره خپلو ولایتونو او خپلو کورنیو ته سپارل شوي.»

له دې سره سم، د پروان د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي امین‌الله چې په ایران کې د کار پر مهال له ودانۍ لوېدلې او مړ شوی، جنازه یې کورنۍ ته راوړل شوې ده.

د امین الله ورور ملا جان وايي: «له ساختمان نه چې راوغورځېده نه یې ورته د بیمې پیسې ورکړې او نه یې ورسره هېڅ ډول مرسته وکړه. مستقیم یې افغانستان ته راولېږه، هېڅ مرسته یې ورسره و نه‌کړه.»

د امین الله خپلوان ناصر زیاتوي: «د کارکري لپاره تللی و، ساختماني کار یې کاوه، د ایران حکومت ورته هېڅ توجه او مرسته یې ورسره و نه‌کړه.»

اخوا، یو شمېر کډوال چې له ایرانه هیواد ته ستانه شوي، وایي، ایراني پوځیان له افغان کډوالو سره خورا بد چلند کوي.

له ایرانه راشړل شوی مهدي وايي: «له ایران څخه یې لوی لاس خلک راولېږي او له وسلو سره یې وهي او ربړوي یې.»

له ایرانه راشړل شوی عبدالرشید وايي: «موږ یې پر پوله ونیولو، پنځه شپې یې په یوې پنجره کې بند کړلو، نه یوازې زه، پنځه سوه شپږ سوه کورنۍ یې هم بندي کړې وې چې ټولو سره ماشومان وو.»

له ایرانه یو بل راشړل شوی راشد زیاتوي: «زما څوارلس کاله عمر دی او پنځلس کلنۍ ته رسېږم، خو په ټول عمر کې دغه ډول جزا نه‌ده لېدلې.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه وايي، په ایران کې مړه شوي افغانان باید په منظم ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه احسان الله مبارز وايي: «هېوادوال چې په هغه هېواد کې مړه یا ټپي کېږي، دوی باید یا روغتون ته ولېږدول شي او که په بشپړ ډول له منځه وړل شوي وي او په وژل شوي وي، هغوی باید خپل اړوند هېواد ته ولېږدوي.»

ومو غوښتل چې په‌دې اړه په کندهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولانو نظر هم تر لاسه کړو، خو په‌دې اړه مرکې ته حاضر نه‌شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه