د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استاز پهدې باور دی چې کابل تر اوسه له دې هېواد سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ګامونه نهدي پورته کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، تر هغې چې کابل د ځینو مسایلو په اړه جدي پرېکړې و نهکړي؛ نهشي کېدای چې په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازولۍ او د کنګل شویو شتمنیو د ورسپارلو په تړاو خبرې وشي.
توماس وېست وايي: «موږ له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره داسې د پام وړ څه نهدي لېدلي. هغوی په نیویارک او ملګرو ملتونو کې دایمي استازی نهلري. له نړۍوالو مالي موسسو سره رسمي اړیکې نهلري. له هېواده بهر په لوېدیځ کې ډېپلوماټان نهلري. هغوی په بهرنیو هېوادونو کې معلقو شتمنیو ته لاسرسی نهلري؛ نو تر هغې چې هغوی مسوولانه چلند و نهکړي پر یادو مسایلو به څه بحث ونهشي.»
د توماس وېسټ په وینا، له دې اندېښنو سره-سره بیا هم واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتونکی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي: «موږ په خپله له طالبانو سره په تعامل کې یوو. سره له دې چې ما دلته څه وویل، دا ټول د افغان ولس پر وړاندې د طالبانو د پالیسیو په تړاو زموږ د ژورو اندېښنو ښکارندويي کوي. موږ په خپله د تعامل لاره ښه ګڼو او له همدې امله ما په ډسمبر میاشت کې له طالب چارواکو سره لېدنې درلودې او زه هیلهمن یم چې په راتلونکې کې هم له طالب چارواکو سره لېدنې ولرم.»
نوموړی همداراز زیاتوي، واشنګټن د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیلېدو غوښتونکی هم دی.
ښاغلی وېسټ وايي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې بینالافغاني خبرې اترې له هغو کسانو سره چې واقعاً ولسي ملاتړ لري په جدي او سازمان شوې بڼه تر سره شي؛ څو د هېواد د راتلونکې، د اساسي قانون او د خلکو د اساسي حقوقو په تړاو خبرې وشي، خو دغه بهیر په جدي توګه مخته نهځي.»
د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ساتنې لپاره اغېزناک کارونه شوي دي او زیاتوي، امریکا د افغانستان د کورنیو چارو په برخو کې پلمې لټوي او نه پرېږدي چې اړیکې عادي شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «د امریکا استازي له موږ سره په اړیکه کې و او اوس هم دي. دوی باید ووايي چې له اسلامي امارته څه غواړي. اسلامي امارت ممکنه ګامونه پورته کړي دي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ساتنې او له جګړهییز حالت څخه سیاسي او د همکارۍ حالت تغییر ته اسلامي امارت چمتو دی.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمتالله بېژن وايي: «د طالبانو له موقتې ادارې سره د امریکا او نورو هېوادونو اړیکې به هغه وخت ښې شي چې په څلورو مواردو کې بنسټیز بدلونونه راشي، لومړی د افغانانو بنسټیزو حقونو ته باید درناوی وشي، دویم دې د ښځو او نجونو حقونه تامین شي او د کار او زدهکړو لپاره دې ورته اجازه ورکړل شي.»
اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي، سره له دې چې، له امریکا سره یې پر خپلو ټولو تعهداتو عمل کړی، خو په وینا یې امریکا بیا له اسلامي امارت سره پر خپلو ژمنو عمل نهدی کړی.
په دې اړه مو اندونه