Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وژل شویو زامنو درد؛ "جانان ماما" خپل غم د شپېلۍ په غږولو کموي

جانان ماما چې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي، د شپېلۍ په غږولو سره غواړي د خپلو دوو وژل شویو زامنو درد هېر کړي.

جانان ماما زیاتوي، څو کاله مخکې یې دوه زامن چې د تېر حکومت د پوځ په لیکو کې یې دندې درلودې، د لوی اختر په دویمه ورځ خپل کور ته نږدې ووژل شول.

دغه ۶۴ کلن سړی وايي، د شپیلۍ غږول یوازېنۍ لار ورپاتې ده چې خپل درد او ویر پرې راکموي.

نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «والله کله چې غم ډېرېږي، وایم لاړ شم یوه دقیقه شپېلۍ وغږوم او که خوشالي هم وي، شپېلۍ ته مخ کوم.»

دی وایي، که څه هم له ماشومتوبه یې د شپېلۍ غږولو ته لېوالتیا درلوده، خو د دوو زامنو د وژلو درد له امله اړ شوی چې په بوډاتوب کې هم شپیلۍ وغږوي.

دی چې د خپلې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري، هیله‌من دی چې په هیواد کې تل‌پاتې سوله ټینګه او په هېواد کې هېڅ وینه توی نه‌شي.

جانان ماما وايي: «ملت ارام وي، بل ارمان نه‌لرم. یو ځل مسلمانان په‌دې هېواد کې د ارامۍ ساه واخلي او یو ښه ژوند ولري.»

د غزني اوسېدونکی رحمت‌الله احساني وايي: «زه شاهد یم چې په‌دې ورځو کې ډېری کورنۍ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

په همدې حال کې د غزني سیمه‌ییز مسوولان له هغو کورنیو سره د مرستو خبر ورکوي چې خپل اولادونه یې د تېرو کلونو جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي: «په غزني کې داسې ډېرې کورنۍ چې د تېر نظام پر مهال یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یتیمان ترې پاتې وي، هغوی ته د اسلامي امارت له طرفه معاشات چې د شهیدانو کورنۍ ته ورکول کېږي، هغه دوی ته هم ورکول کېږي.»

د یادونې ده چې په هېواد کې د ګڼ شمېر کورنیو غړي د تېرو جګړو پر مهال وژل شوي او لا هم د ویر پر ټغر ناست دی او یو شمېر دغه کورنۍ د سرپرست نه درلودو له امله اوس له بدو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه