Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د داعش پر پټن‌ځای د اسلامي امارت عملیات

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې په داعش ډلې پورې شپږ تړلي کسان چې یوه ښځه هم په کې شامله ده په هرات ښار کې د دغې ډلې پر پټن‌ځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

دغه عملیات تېره شپه ناوخته د هرات ښار په څوارلسمه ناحیه کې ترسره شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا چې دغې نښتې څه باندې یو ساعت دوام پیدا کړ او له وژل شویو کسانو یو تن یې بهرنی وګړی دی.

د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالله انصاف وايي:«امنیه قومندانۍ لاس په کار کېږي او هغې سیمې ته ځي، د هغوی ترمنځ له یوې چټکې نښتې وروسته، چې الحمدالله د داعش ډلې شپږ تنه چې مخکې په دغه کور کې اوسېدل، وژل شوي دي.»

د پولیسو په وینا، د عملیاتو له بشپړېدو وروسته، له سیمې پنځه میله وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې دي.

په همدې حال، د هرات اوسېدونکي په دغه ولایت کې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکی احمدشاه فیروزي وايي:«دا چې موږ په خپله خبر ونه اوسوو چې زموږ په ګانډ کور کې څه تېرېږي، څوک په کې اوسېږي، څوک شته که نشته. هره شپه که موږ په وېره ویده شو، دا خو ژوند نه کېږي.»

د هرات بل اوسېدونکی شریف احمد هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو ترهګرو مخه ونیسي. خلک دې په امنیه فضا کې ژوند وکړي.»

د پوځي چارو شنوونکي هم په ښارونو کې د داعش ډلې پورې تړلو کسانو حضور او فعالیت د اندېښنې وړ بولي.

د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وویل:«داعش په ځانګړې توګه دننه په افغانستان کې د یوه جدي ګواښ په توګه شمېرل کېږي.»

دا په وروستیو میاشتو کې په هرات ښار کې د داعش پورې تړلو کسانو پر وړاندې درېیم پوځي عملیات دي.

نږدې څلور میاشتې مخکې هم د هرات ښار په شمال کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه ووژل شول. مخکې له دې د هرات ښار په څلورمه حوزه کې هم د استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش پورې درې تړلي کسان وژل شوي وو.

مقام‌های امنیتی می‌افزایند که این درگیری بیش‌تر از یک ساعت ادامه پیدا داشت و ‌یکی از کشته شدگان شهروند خارجی است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه