Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د همغږۍ ناسته

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې تراوسه څه باندې ۵۰۰۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي چې د دوی په منځ کې څلور بهرني وګړي هم شامل دي.

د دغه معینیت د چارواکو په وینا، کابو دوه زره هکټاره ځمکه د کوکنارو او چرسو له ښکته پاکه شوې او د نشه‌يي توکو په لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ ناسته د وزارتونو او حکومتي بنسټونو ترمنځ نن (شنبې د کب په ۱۳مه) په کابل کې ترسره شوه.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت عملیاتي رییس محمدالله احمدي وویل:«په ټول افغانستان کې ۴ زره او ۵۰۲ عملیات شوي چې په پایله کې یې ۵۳۵۱ ساقیان او مجرمین نیول شوي دي.»

ښاغلی احمدي زیاتوي چې د نشه‌يي توکو د پروسس او د الکولي څښاک د تولید څه باندې ۱۸۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند څرګنده کړه:«زموږ او تاسې همغږي او همکاري له یو بل سره، د روږدو کسانو شمېر او نشه‌يي توکي به په افغانستان کې صفر کړي.»

هغه بهرني وګړي چې نیول شوي، یو ایرانی، یو روسی او دوه هندیان دي.

بلخوا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې هغوی په داسې طرحې کار کوي چې بزګرو ته د کوکنارو د کښت بدیل پيدا کړي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم وویل:«اوس دغه طرحه چمتو شوې چې امیرالمومنین ته یې واستوو، پنځه کلنه ده او په پنځو کلونو کې به د بدیل معیشت کار وشي او ان شاالله هیله ده چې هغه منظور کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وویل:«هېڅوک د نشه‌يي توکو د کښت د منع کېدو خلاف نه دي؛ خو بزګرو ته د معیشت بدیل برابرول هم یو له مهمو موردونو څخه دي.»

له نشه‌يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت د شمېرو پر بنسټ، څه باندې ۵۰۰ ټنه هیروئین، مورفین، تریاک، چرس او نور نشه‌يي توکي د دغه وزارت له خوا کشف او ضبط شوي دي.

شریک یي کړئ