Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن بیاهم کابل د دوحې تړون پر نقض تورن کړ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی اسلامي امارت د دوحې تړون په نقض تورنوي. او وايي چې اسلامي امارت په دوحه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

ښاغلی وېسټ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان خاوره لاهم د نورو هېوادونو په وړاندې کارول کېږي.

توماس وېسټ زیاته کړې، ازبېکستان، تاجیکستان او پاکستان د افغانستان له خاورې د بریدونو شاهدان وو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ وویل:«سره له دې چې، طالبانو ژمنه کړې وه د هغو ترهګرو کوربه به نه وي چې غواړي نورو هېوادونو ته زیان ورسوي او همداراز په خپله خاوره کې به د روزنې اجازه نه ورکوي؛ خو دغه ټولې چارې د پېښېدو په حال کې دي. دا هم باید په یاد ولرو چې، درې هېوادونه، درې ګاونډيان د افغانستان له خاورې د ترهګرو له لوري بریدونه تجربه کړي. دغه هېوادونه ازبېکستان، تاجیکستان او په اوس وخت کې پاکستان دي.»

د دغه امریکايي ډيپلوماټ په باور ایمن الظواهري د امریکا له لوري په کابل کې وژل شوی دی.

ښاغلي وېسټ زیاته کړه:«ځينې داسې مسایل شته چې نشم کولی چې په ښکاره یې مطرح کړم؛ ځکه هغه طبقه بندي شوي دي. افغان ولس باید زما خبره ومني. زه تېر اېستونکی نه یم. ایمن الظواهري د کابل په مرکز کې د طالبانو د رهبرۍ په پټن‌ځای کې ژوند کاوه او موږ هغه وواژه.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، هېڅ داسې سند نشته چې، د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوي وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي څرګنده کړه:«اسلامي امارت د دې غوښتونکی دی چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې او حسنه اړیکې ولري. نو هېڅ ډول اسناد او شواهد نشته چې وښايي د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ متوجه دی.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان په فضا کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو په تړاو وايي، امریکا غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي.

خو اسلامي امارت بیا وايي، د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي الوتکو حضور د دوحې هوکړې خلاف کړنه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه