Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپایي ټولنې استازی: افغانستان کې د هېڅ ډول وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه کوو

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نېکلاسون ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د هېڅ ډول وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

ښاغلي نېکلاسون په یوې خبري ناسته کې زیاتوي چې افغانستان له کلونو راهیسې تاوتریخوالی تجربه کړی او اوس د دې تاوتریخوالي د پای ته رسولو فرصت منځ ته راغلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی زیاتوي:«اروپایي ټولنه په افغانستان کې له هېڅ ډول وسله‌وال مقاومت سره نه سیاسي او نه هم په بله بڼه مرسته کوي. افغانستان له کلونو راهیسې تاوتریخوالی تجربه کړی او اوس د دې وخت دی چې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د دې کار د تامین لپاره باید ټولو افغانانو ته دا موقع ورکړل شي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپل غږ پورته کړي.»

توماس نېکلاسون وايي، داعش يوازې د افغانستان لپاره نه؛ بلکه د سيمې لپاره هم خطر دی. 

نوموړی په افغانستان کې بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ بولي:«په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. موږ د خپل سفر په ترڅ کې د بشري حقونو او په لومړي سر کې د مېرمنو او نجونو حقونو تمرکز کړی دی، چې هغوی ته د کار حق، د زده کړو حق او په ټولنيز او سياسي ژوند کې د ګډون حق ورکوي.»

له بلخوا د اسلامي امارت مرستيال وياند وايي، چې اسلامي امارت د هېواد ټولې چارې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ګټو پر بنسټ تنظیموي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:«دا د افغانستان د ډېری خلکو پرېګنده غوښتنه ده، نو بهرنۍ برخې او یا هم بهرني اړخونه باید په دې برخه کې اندېښنه ونه لري.»     

 د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره، د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره اسلامي امارت باید نرمښت وښيي او نړۍ هم باید د افغانستان د خلکو د وضعیت ښه‌والي لپاره له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»

په دې خبري غونډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، چې د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو په اړه يې هم د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې بايد د افغانانو تر منځ خبرې اترې پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه