Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېکلاسون: ا.ا د خلکو ملاتړ باید د ټاکنو یا لویې جرګې له لارې ثابت کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون وايي، اسلامي امارت باید د ټاکنو او لویې جرګې له لارې د خلکو ملاتړ ثابت کړي.

دغه اروپايي ډیپلومات له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي چې د اسلامي امارت کړنو د سرپرست حکومت د رسميت پېژندلو مسئله ځنډولې ده.

ښاغلی نېکلاسون په دغې مرکه کې ویلي اوسني چارواکي باید ثابته کړي چې د خلکو ملاتړ لري او دا کار د ټاکنو او لويې جرګې له لارې کېدلای شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي:«دوی کولای شي دا د ټاکنو او لویې جرګې له لارې ثابته کړي. دوی ادعا کوي چې افغانان زموږ ملاتړ کوي. موږ څنګه پوه شو؟ دوی دا څنګه ثابتولی شي؟ مګر هغه څه چې موږ پوهیږو او ګورو هغه دا دي چې د یو څو استثناوو پرته بشري حقونه منفي لوري ته روان دي.»

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې د ښځو د کار، زده‌کړو، بشري حقونو، امنيت او ټول‌ګډونه حکومت په اړه خبرې کړې دي.

له بلخوا د اسلامي امارت ویاند وايي چې سرپرست حکومت د خلکو پراخ ملاتړ لري. ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د ټاکنو او یا کوم بل پروګرام تر سره کولو ته اړتیا نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«اسلامي نظام د ټولو ارمان وو، د دې لپاره څلوېښت کاله افغانانو مبارزه کړې، نو څوک دې په دې مورد اندېښنه نه ښيي او موږ نه انتخاباتو ته ضرورت لرو او نه کوم بل پروګرام ته چې موږ یې ثابته کړو، ولې ولس مو پوهېږي موږ هم پوهېږو چې یو له بله راضي یوو.»

سید جواد سجادي د سياسي چارو کارپوه هم وايي:«له حکومته د خلکو د رضایت او ملاتړ د کچې ارزونه یوازې د خلکو د ارادې څرګندولو او د ټاکنو له ترسراوي سره شونې ده.»

توماس نېکلاسون په دې باور دی چې د سرپرست حکومت چارواکو د پرېکړو له امله د رسميت پېژندنې موضوع ځنډېدلې ده.

 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون څرګندوي:«له غير طالب افغانانو سره د خبرو اترو لار هواره کړئ، په حکومت کې يې شامل کړئ او هغوی ته دا حق ورکړئ چې د هېواد د راتلونکي په اړه خپل غږ پورته کړي. په هېواد کې دننه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي، چې په دې برخه کې یې یو څه پرمختګ کړی او بشري حقونو ته درناوی وکړئ. دا درې مسایل به یو ښه پېل وي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، اوسني حکومت د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، خو ځینې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو مداخلو لپاره ځای ومومي.

توماس نېکلاسون ټینګار کوي چې د امنیت، ټول شموله حکومت او بشري حقونو مسئلې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړيکو اغيز لري.
 
د اسلامي امارت ویاند وايي چې سرپرست حکومت د خلکو پراخ ملاتړ لري. ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د ټاکنو او یا کوم بل پروګرام تر سره کولو ته اړتیا نشته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه