د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، د امو سیند له قشقري نفتي حوزې څخه د ۲۰ زره ټنه اوومه نفتي موادو تړون یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوی.
د سرپرست حکومت د کابینې دغه چارواکی وایي، یاد شرکت د ۵۴۰ ډالرو په بدل کې یو ټن اوومه نفتي مواد تر لاسه کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور زیاتوي: «پهدې درې شرکتونو کې ټن په ۵۴۰ ډالرو باندې ګټونکی شو او دوه لکه ډالر يې تضمین کېښود، له اوس نه به یې انتقال شروع کېږي او د انګوت نفتي حوزه چې د اووه زره ټنه اعلان ته ورکړل شوی و، د دې لپاره چې بیه یې کمه وه، تر دې مهاله یې په اړه هوکړه نهده شوې.»
د ښاغلي دلاور په وینا، د چین د نفتو ملي شرکت چې د امو نفتي حوزې د نفتي موادو د راوېستنې قراردادي دی، په روان کال کې به د اوومه نفتي موادو د راوېستنې په برخه کې ۱۶۲ مېلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي: «د تېلو د استخراج په لسو څاګانو کې څه باندې ۸۰ مېلیونه ډالره پانګونه کېږي. د دې موضوع په عملي کېدو سره د حکومت په عوایدو کې ډېروالی راځي او د تېلو د استخراج اندازه ورسره هم ډېرېږي.»
په ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د نفتي توکو راایستل د اقتصادي پراختیا او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په برخه کې یو ګټور ګام ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «د تېلو څاګانې په هېواد کې دننه استخراج او تېل تولیدېږي، له شک پرته دا د کاري زمینې د برابرولو تر څنګ په کلني ډول کولای شي، د هغو مېلیونو ډالرو لپاره چې له هېواده وتل مخه ونیسي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، د امو نفتي حوزې د نفتي موادو ارزښت مېلیارډونو ډالرو ته رسېږي او دغه وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د نفتي موادو د پروسس یوه معیاري کارخونه جوړه کړي.
په دې اړه مو اندونه