Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طب پوهنځي فارغې نجونې د وروستۍ ازموینې د نېټې په ډاګه کولو غوښتنه کوي

په کابل کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو د طب پوهنځي یو شمېر فارغې شوې نجونې له اسلامي امارته غواړي، څو د طب پوهنځي وروستۍ ازموینې نېټه په ډاګه کړي.

له طبي پوهنتونه د نارینه فارغانو لپاره د طبي شورا له لوري له وروستۍ ازموینې شل ورځې تېرېږي، خو تر اوسه دې شورا له ښځينه فارغانو د وروستۍ ازموینې نېټه نه‌ده په ډاګه کړې.

دغه نجونې وایي، که یاده ازموینه ترې وانه‌خیستل شي نه‌شي کولای د خپل راتلونکي په تړاو پرېکړه وکړي.

د طب له پوهنځي فارغه روینا وايي: «سره له دې چې دوی موږ د ازموینې اخیستلو ویلي، موږ اوس هم چمتوالی نیسو چې دا ازموینه اخیستل کېږي، موږ هیله لرو چې دوی هر څه ژر دغه ازموینه واخلي، څو هغوی چې زیار ویستلې، د خپل زیار ثمره تر لاسه کړي.»

د طبي پوهنتون یو شمېر نورې فارغانې وايي، که له دوی وروستۍ دولتي ازموینه (اېګزیټ اېګزېم) وانخیستل شي؛ نو په‌دې سره به یې نږدې شل کلن تحصیل له خاورو سره خاورې شي.

له طب فارغه انا خاني زیاتوي: «له ټولو زده‌کړیالانو چې پخوا یې ټولګیوال و، له هغوی ازموینه اخیستل شوې، هغوی اوس د «اېم‌ډي» ډاکټرانو په توګه کار کوي، دا کولای شي، دوی ناهیلي کړي او ان شونې ده چې دوی له خپل مسلکه ناهیلي.»

له طب یوه بله فارغه نوریه وايي: «له موږ ازموینه نه‌ده اخیستل شوې، دا زموږ حق نه‌دی، دا له موږ سره یوه ستره جفا ده.»

له دې سره سم، یو شمېر نجونې زده کړیالانې له اسلامي امارته غواړي، د هلکانو په څېر دوی ته هم اجازه ورکړي چې، په پوهنتونونو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

زده‌کړیاله فېروزه امیني وايي: «د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو  تړل کېدل زموږ د ناراحتۍ باعث شوي، دا زموږ لپاره چې نه شو کولای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو، د ناراحتۍ ځای دی.»

طبي شورا د روان کال د سلواغې پر ۲۹مې د طبي پوهنتون له ښځينه فارغانو پرته یوازې نارینه فارغانو وروستۍ دولتي ازموینه واخیسته او د نجونو فارغانو د ازموینې اخیستنه یې تر ثاني امره وځنډوله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه