Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره د کابل ټینګار

کابل یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غواړي چې په یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

د اسلامي امارت د ویاند په خبره، د پخواني حکومت استازی نه‌شي کولای، له اسلامي امارت څخه استازولي وکړي او دا څوکۍ باید سرپرست حکومت ته وسپارل شي.

د ذبیح الله مجاهد په باور، سرپرست حکومت ته د یادې څوکۍ په نه سپارل کېدو سره له افغان ولس سره جفا شوې ده.

ښاغلی مجاهد په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «په ملګرو ملتونو کې د افغانانو څوکۍ د افغانانو حق دی چې باید په‌دې سازمان له افغانانو استازیتوب وکړي. همداراز، د امریکا له لوري چې د افغانستان پانګه کنګل شوې، د افغانانو حق دی او دا غصب شوې، وقعاً امریکا چې پوځي جګړه پای ته ورسوله او ظاهراً له اشغال لاس پر سر شوه، خو له بده مرغه ناسمه پالیسي لا هم پر مخ وړي.»

اسلامي امارت د تېرکال د وږي په دېرشمه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د سرپرست حکومت د استازي په توګه معرفي کړ، خو په هغه وخت کې د اسلامي امارت دغه غوښتنه رد شوه.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «د اصولو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اسلامي امارت ته وسپارل شي، ځکه اوس په‌دې جغرافیه کې طالبان حاکم دي، ملګرو ملتونو طالبانو ته څرګند پیغام وړاندې کړی، ویلي یې دي چې که نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي، دا څوکۍ طالبانو ته سپارل کېږي.»

یو بل پخوانی ډېپلوماټ مهدي منادي وايي: «د ملګرو ملتونو غړي په فردي یا د اصولو له مخې او هغه اصول چې په اوس وخت کې د حکومتوالۍ لپاره تعریفېږي، نه‌شي کولای دغه څوکۍ چې افغانستان یې لري، طالبانو ته وروکړي.»

خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه دغه څوکۍ اسلامي امارت ته نه‌ده سپارل شوې؟

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي زیاتوي: «د ملګرو ملتونو د سپټمبر د ۲۰۲۱ کال په ۲۵۹۶ پرېکړه‌لیک کې د افغانستان په رسمیت پېژندل شرایط درج شوي دي. هلته د ښځو حقونه او د هغوی کار او زده‌کړو حقونه یو مهم رکن پېژندل شوی دی او دا باید په افغانستان کې پلي شي، څو ملګري ملتونه افغانستان په رسمیت وپېژني.»

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو تر هغې چې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو د  زده‌کړو د دوام مسالې په ګډون ځینې نور ورته مسایل حل نه‌شي؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ او همداراز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ستونزې به هم حل نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه