Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دلاور: د کانونو په اسختراج کې د مافیا مخه نیول شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین  دلاور له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې وایي، د هېواد په ټولو کانونو کې مافیا شته.

نوموړی زیاتوي، دغه وزارت د کانونو د سکټور له مافیا سره په جدي توګه مبارزه کړې او له یو نیم کال راهیسې یې د هغو لاسونه د کانونو له چور او قاچاق کولو لنډ کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین  دلاور وايي: «یوه مافیا نه‌ده، په بېلابېلو برخو کې مافیا شته. په افغانستان کې د ډبرو سکاره جلا مافیا لري او تالک جدا مافیا لري، ان تر دې چې زموږ د مالګې کانونه هم مافیا لري. د ګران بیو او نیمه ګران بیو ډبرې جلا مافیا لري، کرمایت جلا مافیا لري، فلورایډ جلا مافیا لري، موږ د ټولو مافیاوو پر وړاندې مبارزه کړې ده.»

ښاغلي دلاور همداراز په ډاګه کړه چې د کانونو په برخه کې نړۍواله مافیا نه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا شي.

ښاغلی دلاور زیاتوي: «اوس د مافیا مخه نیول شوې، په ملي او نړیواله کچه مافیا شته. زموږ د کانونو په برخه کې په نړیواله کچه مافیا شته. نه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا شي او نه غواړي چې افغانستان پر پښو ودرېږي.»

له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له سلو کلونو راهیسې د افغانستان کانونه په بېلابېلو نومونه چور شوي او د دوی په باور، لا هم دغه وضعیت روان دی.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «د اساسي قانون د تعریف له مخې چې مو درلوده، له ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر ټول ثروت د افغانانو دی، دې کانونو ته لاس اچول ملي خیانت ګڼل کېږي. له بده مرغه دغه خاینان لا هم دغه خیانت کوي.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه اذرخش حافظي وايي: «که د افغانستان کانونه له لوټلو او اداري فساد څخه وژغورل شي او په تخنیکي او ماډرن ډول استخراج شي او په کور دننه کاني مواد پروسس شي، زرګونه کاري زمینې برابرېږي او بې‌وزلي ورسره کمېږي.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، افغانستان ۱۴۰۰ پېژندل شوي کانونه لري او د مارکېټ واچ د اطلاعاتو پر بنسټ ارزښت یې هم ۱۱ اعشاریه ۵ ټرېلیونه ډالره اټکل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه