Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران له لوري ا.ا ته د ۱۸۱ افغان زندانیانو سپارل کېدل

پرون (پنج‌شنبه د کب، ۱۸مه) د هرات په اسلام کلا بندر کې ۱۸۱ نور افغان بندیان هم اسلامي امارت ته وسپارل شول.

ایراني چارواکو د افغانستان له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې چې په هغه هېواد کې به ګڼ افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په‌دې اړه پر ټویټر لیکلي: «څو ورځي وړاندې د ا.ا.ا. د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون یو لوړ رتبه هیئت په تهران کې له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو په پایله توافق تر سره کړ چې ګڼ افغان بندیان به افغان حکومت ته سپاري.»

دا څلورم ځل دی چې په ایران کې افغان بندیان افغانستان ته سپارل کېږي او تر اوسه یې ټول شمېر ۹۰۰ ته رسېدلی دی.

د کډوالو د چارو فعاله اصفه ستانکزۍ په‌دې اړه وايي: «په ایران کې د افغان زندانیانو سپارل کېدل نیک ګام ګڼل کېږي، خو دغه غوښتنې دې دوام پیدا کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه شاکر حیات وايي: «هر کډوال یا پناه غوښتونکي چې په بل هېواد کې په جرم مرتکب کېږي، بهرنی هېواد حق لري چې دوی د نړیوالو قوانیو له مخې د وکیل او نظر حق په درلودو سره، دوی ونیسي او یا یې بندي کړي.»

د راپورونو له مخې، هغه بندیان چې په ایران کې یې د بند موده نه‌وي بشپړه شوې؛ نو دوسیې به یې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري وڅېړل شي.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالحیب فنا وايي: «په نړیوالو عدلي او قضايي نظامونو کې د مجرمانو استرداد شته او هېوادونه کولای شي د هوکړو له مخې مجرمان او تورن کسان یو بل ته وسپاري.»

د پوځي چارو کارپوه نثار احمد شیرزی وايي: «له پولو هاخوا د افغانستان وګړو دوسیو ته رسېدنه واقعاً یوه رسالت دی، خو باید یو تضمین وي چې افغانستان ته د دوی د سپارلو پر مهال باید له دوی سره د قومي او سمتي تعصب او سیاسي کینې پرته چلند وشي.»

د اسلامي امارت چارواکو ایران ته له خپل سفر وروسته ویلي وو، ټاکل شوې د ایران په بندخونو کې څه باندې ۱۷۸۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه