د سولې نړۍوال انسټېټیوټ په خپل نوي راپور کې لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په روانه زیږدیزه میاشت کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دې شورا غړي له افغان سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل په تړاو د نظر اختلاف لري او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د اسلامي امارت پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
د سولې د نړۍوال انېسټېيوټ د راپور یوه برخه کې راغلي:«د دغه ماموریت د غځېدو خبرې به په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین له زیاتېدو سره هممهاله وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د ملګرو ملتونو او اوسنیو چاروکو تر منځ د سیاسي تعامل د کچې، په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو د تګلارې له نه بدلېدو وروسته د نظر اختلاف لري.»
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:«یوناما په افغانستان کې درې روله لري. د ۴۰ مېلیونه ډالري بشري مرستو اجرا چې وخت په وخت رسېږي د امریکا پیسې دي او د یوناما له لارې اجرا کېږي. د بشري حقونو مسله چې د ریچارډ بنسټ راپور چمتو کېږي او درېیم د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل چې تراوسه پيل شوې نه دي او اوتونبایوا یې مسووله ده.»
د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې باور دي، چې یوناما په افغانستان کې په سیاسي، بشري حقونو، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مهم رول لري.
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان هم وايي:«په افغانستان کې د یوناما کار د اقتصادي او سیاسي او بشري وضعیت په هکله چې په افغانستان کې تېرېږي، ډېر اهمیت لري.»
د سیاسي چارو شنونکي واحد فقیري هم وویل:«د یوناما د ماموریت نه غځول به نورې ستونزې هم رامنځه کړي. او د افغانستان خلکو ته به د نړۍ پاملرنه کمه شي او دا به د افغانستان بې وزلو خلکو ته یو ستر ګوزار ورکړي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښته کړې ده، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر یوه بل کاله وغځوي.
په دې اړه مو اندونه