Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت د ایران او ازبکستان ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل اوزبکستاني سیال بختیار سعید اف سره په لېدنه کې د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د ‌دې لېدنې پر مهال دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چاروو زارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د دواړو هېوادونو د ګډ ګاونډي په توګه د افغانستان شرایط او په دغه هېواد کې د سولې او ټیکاو پیاوړتیا لپاره د ګاونډیو هېوادونو همکارۍ او مرستې پر اړتیا د دواړو لوریو ټینګار، د شمال-سویل دهلیز په ګډون د لیږد را لیږد نړیوالو دهلیزونو، د ترجیحي تعرفو نوی هوکړه لیک او د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړوالي اړتیا نور هغه څه دي چې امیر عبداللهیان او بختیار سعید اف په دې لیدنه کې پرې خبرې کړې دي.»

خو اسلامي امارت په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بولي او وایی، د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «دا یو مهم فرصت دی، د دې وضعیت د لا استحکام او ثبات لپاره د هېوادونو مثبته روحیه اهمیت لري؛ نو هیله ده چې د رسمي اړیکو پیاوړتیا، پراختیا او د اقتصادي او تجارتي مشروع تعاملات لا ډېر پرمختګ رامنځ‌ته شي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې ایران او ازبیکستان باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې ستونزې هوارې او په اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو برخو کې له دې هېواد سره همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی حسن حق‌یار وايي: «هېوادونو ته پکار ده چې خپلې ستونزې له افغانانو سره په تفاهم هوارې کړي او افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې همکاري وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج زیاتوي: «که چېرې رښتیا هم هېوادونه صادق وي؛ نو باید خپله عملي کړنلاره او طرحه له افغان چارواکو سره شریکه کړي او په دې تړاو ورسره خبرې وکړي.»

په ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې بلاول بوتو زرداري د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په دې لیدنه کې د سوله ییز، ټیکاو لرونکي افغانستان او د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه