د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، سږ کال د طبیعي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر دوه زره ډېر ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ګواښونو کمېدو رییس په کابل کې د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت پروژې د لاسته راوړنو ملي سیمینار په څنډه کې وویل، د روان هجري لمریز کال د ورښتونو په ترڅ کې نږدې یوولس زره کورونه ویجاړ شوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ګواښونو کمېدو رییس ملا جانان سایق وايي: «په ټول افغانستان کې ۱۰۹۶ کسان د طبیعي پېښو له امله مړه، ۲۱۵۷ کسان نور ټپیان شوي دي او ۱۰۸۰۶ کورونه د خلکو تخریب شوي دي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي زیاتوي، اوسمهال د هېواد ۲۲ ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نړیوالو اړیکو رییس شمسالدین حقیار زیاتوي: «په روان کال کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي دي او دغه ولایتونه اوس هم د طبیعي پېښو تر خطر لاندې دي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، ځمکې او کورونه وېشلې دي.