Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیکا په ۱۵ ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ درسي ټولګيو جوړېدل

د پکتيکا ولايت په پنځلسو ولسواليو کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۷۰۰ ټولګیو په جوړېدو سره، څه باندې ۲۲ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې چې ۱۴ زره یې نجونې دي.

د سویډن کمېټې ولایتي مسوول ثمرګل سمسور وايي: «په پکتیکا ولایت کې څه باندې ۲۲ زره ماشومانو ته د تعلیم او تربیې زمینه مساعده شوې ده د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له‌خوا چې په‌دې کې تقریباً ۱۴ زره شاوخوا یې نجونې دي.»

یو شمېر زده کوونکي او د هغوی کورنۍ د دغو ټولګیو په جوړېدو سره خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دوی ته دې دایمي ښوونځي جوړ شي.

زده کوونکې ثريا وايي: «ډېر خوشاله یوو چې دا مکتب یې جوړ کړی دی، موږ رسمي مکتب غواړو.»

زده کوونکې نازيه په‌دې اړه زیاتوي: «ډېر خوشاله یوو، ډېر څه مو زده‌کړي دي، غواړو موږ ته مکتب جوړ شي.»

د دې ټولګيو ښوونکې وايي د سيمې خلک تر ډېره لېواله دي چې خپلې لوڼې په ټولګیو کې شاملې کړي، خو دوی یې د ځایېدو ظرفیت نه لري.

ښوونکې نوريه وايي: «ټول کلی دغه غوښتنه کوي چې زموږ اولادونو ته دې درس راشي او دوی دې درس زده‌کړي. کوم خلک چې ځای شوي، هغوی راځي او کوم یو چې نه‌دي ځای شوي، هغوی کوښښ کوي چې موږ کال یا بل کال ته تعلیم وکړو.»

د سيمې مشر امان‌الله وايي: «موږ ته د نجونو ښوونځي جوړ شي، تر اوسه پورې خو شرایط اماده نه‌دي، اوس هر سړی غواړي نجونې سواد وکړي.»

د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولان یې هم هرکلی کوي او وايي د امکاناتو د شتون په صورت کې به په محرومو سيمو کې ښوونځي جوړ کړي.

د پکتيکا پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي زیاتوي: «موږ هم تر خپل وسه پورې همکاري ورسره کړې ده، د مربوطه ولسوالیو امرینو ته مو هدایت کړی دی، هغوی یې نظارت کوي، هغوی چې کله د دوی هیات ورځي، د نظارت کسان له هغوی سره هر اړخیزه همکاري کوي.»

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسلامي امارت له لوري تر دویم امر پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او د نوي ښوونیز کال په نږدې کېدو سره لا هم روښانه نه‌ده چې دا دروازې به پرانیستل شي که نه‌؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه