Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي همکاریو سازمان وايي د دیني عالمانو یوه ډله کابل ته راځي

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي وایي، ټاکل شوې د دیني عالمانو یوه ډله په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار د حق په اړه افغانستان ته په سفر راشي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سرمنشي د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹مه غونډه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حقونو رعایتېدل مهم وګڼل.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان لوی منشي حسین ابراهیم طه وايي: «د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان به د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د اسلامي فقهې له نړۍوالې اکاډمۍ سره په همغږۍ د عالمانو یو ټيم د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته ولېږو.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، د نجونو او د ښځو د زده کړو او کار د ستونزو حل وخت ته اړتیا لري او په وینا یې اسلامي امارت هڅې کوي چې، دغه مسایل ژر تر ژره حل شي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د تعلیم او ښځو د کار په برخه کې زموږ ستونزې حل شي، د همدې لپاره هلې ځلې روانې دي، خو وخت به نیسي، هڅه کوو چې دا موضوعات ژر تر ژره حل شي.»

په‌دې غونډه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وویل، په افغانستان کې له اوسنیو ستونزو سره سره نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

بلاول بوټو زرداري وايي: «له ننګونو سره سره، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکړي او له دغه هېواد سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي. د افغانستان اقتصاد بیا په پښو ودروي او د دغه هېواد ملي شتمنۍ هم ازادې کړي.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي: «موږ په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کوو او د افغانستان له سرپرست حکومته غواړو چې، په دغه هېواد کې له بیلابیلو پرګنو سره جوړجاړی وکړي.»

له بل لوري، د متحده عربي اماراتو یو پلاوی چې، د پنج‌شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو، د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې د نجونو د زده کړو د دوام په اړه خبرې اترې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په‌دې کتنه کې ویلي، په هېواد کې به د نجونو پر زده کړو محدودیتونه دایمي نه وي.

په‌دې اړه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «مونږ له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي يوو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخيستي، نړۍ بايد له افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي. د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پر نارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.»

سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېرېږي؛ خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د زده کړو د دوام مساله نه ده حل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه