Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له غځېدو د اسلامي امارت هرکلی

سرپرست حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر «یوناما» د ماموریت غځول ستایي او هغه د هېواد په ګټه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، د ملګروملتونو د استازولۍ فعالیت له نړۍ سره د افغانستان د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځول نیک ګام دی، ځکه هر څومره چې ملګري ملتونه یا نور هېوادونه له ډېپلوماټیکو لارو له افغانستان سره اړیکې ساتي یا یې پراخوي، د اړخونو په ګټه دی او افغانستان ته ګټور دی، سازمانونو او نړۍ ته هم په ګټه دی؛ ځکه افهام او تفهیم رامنځ‌ته کېږي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج‌شنبې ورځې غونډه کې په پنځلسو موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه.

په‌دې غونډه کې دوه پریکړه‌لیکونه یعنې، د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د ماموریت غځېدل او د افغانستان په تړاو د یوې واحدې تګلارې په موخه نړۍوالې ټولنې ته د سپارښتنو لپاره د یوې څارنیزې ډلې جوړېدل تصویب شول.

په‌دې غونډه کې د امریکا، چین، بریټانیا او ځينو نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایتېدو ټینګار وکړ او په دغه هېواد کې یې د ثبات پر اهمیت هم څرګندونې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ وايي: «امریکا له یوناما او د هغه له ماموریته په بشپړه توګه ملاتړ کوي او موږ د یوناما د ماموریت د یوه بل کال له غځېدو د ملاتړ ویاړ هم لرو. د سولې او ثبات لپاره د یوناما حیاتي کار چې موږ ټول پرې سلا یوو د افغانستان او نړۍ لپاره ډېر مهم دی.»

په‌دې سازمان کې د روسیې استازي انا اوستیوانا ویلي: «موږ باور لرو چې، د ملګرو ملتونو د ماموریت په تړاو د امنیت شورا پرېکنده ملاتړ به سولې او ثبات ته د رسېدو په برخه کې افغان ولس ته چې له کلونو راهیسې کړاونه ګالي، د نړۍوالې ټولنې د ژمنتیا پیغام ورسوي.»

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي: «نړۍواله ټولنه باید یو ځای کار وکړي څو سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره له دغه هېواد سره همکاري وکړي. همداراز په بېړه له افغان ولسه ملاتړ وکړي؛ څو خپلې ستونزې حل کړي.»

د متحده عربي اماراتو استازې وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دوام داسې روښانه پیغام لري چې، افغان نجونې او ښځې نه دي هېرې شوې.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې وايي: «په داسې شرایطو کې چې، افغان ولس له ګڼو سختو ننګونو سره مخ دي، شورا هم یو متحد او قوي ځواب ورکړ او هغه دا چې، افغانستان او په ځانګړې توګه نجونې او ښځې به یوازې پرې نښودل شي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «هیله‌من یوو چې موږ په راتلونکو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په ټولو ابعادو کې د متوازن او دوامداره پرمختګونو شاهدان واوسو.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «په افغانستان کې ناراضه خلک شته چې د نجونو د ښوونځیو بندولو په څېر پرېکړې د کمو خلکو له لوري نیول کېږي او یوناما باید به‌دې برخه کې خپل رول ولوبوي او په‌دې برخه کې ملي خبرې اترې تر سره شي.»

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۱۷ مې پورې وغځول شو. د ویلو ده چې یوناما له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه