د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وایي، د داعش خراسان څانګه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د امریکا او لوېدیځ هېوادونو پر ګټو د برید ترسره کولو توان پیدا کړي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان د امریکا د سنا په نظامي کمېټه کې د هغه څه په اړه چې د امریکا پر ګټو د داعش خراسان څانګې برید ګڼي څرګندونې وکړې.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا وايي: «زما د قومندانۍ اټکل دا دی چې، د داعش خراسان ډله کولی شي په څه کم شپږو میاشتو کې د آمریکا او یا هم د نورو لویدیځو هېوادونو د ګټو پر وړاندې عملیات ترسره کړي. دا پرته له دې چې، یو مخکینی خبرداری ورکړ شوی وي.»
د دغه امریکايي قومندان په باور، داعش ډله په ډېرې چټکۍ سره د ځواکمنېدو په حال کې ده او په وینا یې افراطي ډلې په داعش کې خپلو ځانونو لپاره ډېر فرصتونه ویني.
خو کابل بیا د دغه امریکايي قومندان دغه څرګندونې ردوي او وايي، داعش په افغانستان کې د لمنځه تلو په حال کې دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «موږ دا ادعاوې ردوو، افغانستان نور هغه ځای نهدی چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي یا ستونزه ورته جوړه کړي، داعش په افغانستان کې د نابودۍ په حال کې دی او سخت زیانونه ورته رسېدلي چې نړۍ پرې هم پوهېږي.»
له بل لوري یو ډيموکراټ امریکايي سناتور وايي، د امریکا ولسمشر ژمنه کړې چې، له افغانستانه به د آمریکا پر ضد هېڅ ډول برید ونشي.
امریکايي سناتور جک ریډ وايي: «که څه هم موږ له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ایستلي؛ خو بیا هم د بایډن حکومت ټینګار کړی او دې ته ژمن دی چې، افغانستان به د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له لوري د آمریکا او متحدینو پر وړاندې یې د بریدونو لپاره د ځالې په توګه ونه کارول شي.»
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «داعش نه د امریکا په ګټور د برید موخه لري او نه هم د دې توانايي لري، امریکا څه چې په کمزورو هېوادونو هم د برید توان نهلري، خو د افغانانانو لپاره یو مصیبت دی.»
د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: «نړۍوال فکر کوي چې طالبان نهشي کولای د داعش او نورو ترهګرو ډلو مخه ونیسي، زما له په فکر دا به افغانستان نور هم منزوي کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په وینا، په تېره یوه میاشت کې د داعش دوه قومندانان هر یو د امنیت ادارې مسوول قاري فاتح او د هند د ټاپو وزمې مسول اعجاز اهنګر او دوه نور غړي یې په کابل کې وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه