Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په میدان وردګو کې نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي

په ميدان وردګ ولایت کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې او کورنۍ له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځېو دروازې پرانیزي.

دوی وایي، یو شمېر نجونې د ښوونځیو تړل کېدو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي.

په میدان ورګ کې د فریبا په نوم یوه زده‌کوونکې وايي: «له اسلامي امارت نه دا غواړم چې موږ ته ښوونځي خلاص کړي او زده‌کړې وکړو.»

یوه بله زده‌کوونکې خدیجه وايي: «غواړم خپل تحصیل ته ادامه ورکړم او له ما سره یو ځای زما کورنۍ هم ډېره خواشینې ده.»

زده‌کوونکې برېښا وايي: «د دې تر څنګ موږ ډېرو ته رواني تکلیف پیدا شوی دی، موږ غواړو چې له اووم نه تر دولسم پورې مکتبونه خلاص شي.»

ورته مهال یو شمېر کورنۍ هم د نجونو پر مخ د ښوونځېو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو اندېښمن دي او له اسلامي امارته غواړي چې په‌دې برخه کې ژر پرېکړه وکړي.

د ميدان وردګو اوسېدونکی سميع الله وايي: «له اسلامي امارت دا غوښتنه او هیله لرم او عذر ورته کوم چې د نجونو پر مخ مکتبونه او د خویندو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

د ميدان وردګو اوسېدونکی محمد طارق زیاتوي: «موږ په‌دې باندې ډېر زیات خفه یوو او ډېر تشویش دی، ټول ماشومان له تعلیمه پاتې دي، درس څخه پاتې دي؛ نو داسې نه‌شي کېدای چې ټول په کور کې واوسي، باید درس ووايي او تعلیم وکړي چې اینده یې ښه او روښانه شي.»

له بل لوري د ميدان وردګو د پوهنې رياست مسوولان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.

د ميدان وردګو د پوهنې رييس ګل ولي متقي وايي: «ځینو ځایو او ولسوالیو کې که لوړ صنفونه وي، هغه به ان‌شاء الله د مشرانو د هدایت ته انتظار وباسو چې مشرانو څنګه هدایت و، همغسې به کېږي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني وتړل شول، خو د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي چې دغه ستونزه به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژر تر ژره حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه